Homeخبرونهنن تر ماښام ۵ بجو به په ځینو ولایتونو کې د ازبکستان...

نن تر ماښام ۵ بجو به په ځینو ولایتونو کې د ازبکستان وارداتي برښنا قطع وي

تاند ( جمعه د لړم ـ عقرب ۳۰مه) د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې، له ازبکستان څخه د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برښنا لېږد مزي، چې مخکې په تاشقرغان تنګي کې د زلزلو له کبله زیانمن شوي وه؛ د دې شرکت د لوړ ولټاژ تخنیکرانو له‌خوا بیارغول کیږي.

یاد شرکت زیاته کړې چې دوی هڅه کوي په راتلونکي ژمي کې د هر ډول تخنیکي ستونزو مخه ونیول شي.

د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ له ازبکستان څخه وارد شوې برښنا به د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر شاوخوا ۵ بجو پورې پرې وي.

په خبرپاڼه کې د بغلان ولایت په ځینو برخو او همدارنګه د پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې وارداتي برښنا به قطع وي.

دا ترمیم داسې مهال ترسره کېږي چې تازه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال لپاره د برېښنا لېږد تړون وغځېده.

د بريښنا شرکت په اېکس‌پاڼه پرون پنجشنبه لیکل شوي چې، د دې تړون په نوي‌کولو سره په راتلونکي کال کې د هېواد برېښنا انرژۍ د اړتیا پوره‌کېدو ترڅنګ د اقتصادي پياوړتيا، پانګونې جذب او د برېښنا بنسټونو پراختيا لپاره لار هوارېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...