تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۳۰مه) هند وايي، له افغانستان سره د هوا له لارې کارګو بیا پیلوي. دا خبره هند ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سفر په لړ کې نن اعلان شوه.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د باندنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي انند پرکاش د کابل- نوي ډیلي او کابل – امرتسر ترمنځ د هوايي دهلیز د بیا فعالولو پرېکړه تایید کړه او ویې ویل چې ژر به دا دهلیز پیل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرکاش وویل چې ډېر خوشال دی چې د دوو هیوادونو ترمنځ هوايي دهلیز بیا فعالیږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره پرون تر لیدو وروسته په ایکسپاڼه کې لیکلي چې له ښاغلي عزیزي سره یې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ، اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې کړي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته وویل چې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو پرمهال د افغانستان د خصوصي سکتور غړیو ته د ویزو د ورکولو په اړه خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ د بیا فعالولو، د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړولو او د چابهار بندر د ستونزو د حل په اړه یوشمیر موافقې وشوې.
اخندزاده عبدالسلام جواد دا ونه ویل چې د چابهار بندر په اړه څه هوکړې شوې دي. دا بندر د امریکا د متحد ایالتونو تر بندیز لاندې و او نژدې درې اونۍ مخکې نوي ډیلي خبر ورکړ چې له بندیزونو څخه د دې بندر د فعالیت لپاره یې شپږ میاشتې وخت اخیستی دی.