کاینات بې پایه پراخ ځای دی چې زموږ ځمکه پکې لکه د شګو یوه دانه ښکاري. دې پوښتنې، چې ایا موږ یوازیني یوو؟ د انسان ذهن تل مصروف کړی دی. ساینس، فلسفه او تخیل ټول دې موضوع ته اشاره کوي چې ژوند ښايي یوازې په ځمکې پورې محدود نه وي. دا لیکنه د ځینو ژورو پوښتنو له مخې لیکل شوې چې ما یې له عام فکر څخه پورته تصور کړی.
د ژوند د امکان اساسي پوښتنه
د کائنات د ستورو سیارو او کهکشانونو شمېر دومره زیات دی چې د ژوند شتون احتمال نه یوازې ممکن بلکې منطقي ښکاري. که زموږ ځمکه له یوه عادي ستوري (لمر) سره وده کړې نو ولې نه شي کیدای چې دا پروسه په میلیونونو نورو ځایونو کې هم تکرار شوې وي؟
موږ پوهېږو چې ژوند ته اوبه مناسب چاپېریال انرژي او بنسټیز کیمیاوي عناصر پکار وي. دا مواد په هستي کې عام دي او له همدې امله دا پوښتنه مطرح کیږي، که په نورو سیارو کې اوبه وي نو آیا هلته به حجرې بکتریاوې یا نور ژوندي موجودات نه وي؟
اروپا انسلادوس او مریخ د ژوند ممکنه تمځایونه په مشتری پورې تړلې سپوږمۍ اروپا د یخ لاندې مایع اوبه لري. زحل ته اړونده انسلادوس له خپل سطحه د اوبو فواره غورځوي. او مریخ زموږ ګاونډی سیاره د پخوانیو جهیلونو نښې لري.
ساینسپوهانو باور درلود چې دغه ځایونه د ژوند لپاره شرایط لري نه هوښیار ژوند بلکې میکروبي حجرې بکتریاوې او د ژوند ابتدايي بڼه.
هوښیار تمدنونه خو ولې موږ ته ځان نه ښيي؟
دا یوه پوښتنه ده چې ما پخپله ذهن کې ډېر ځله ګرځولې که هغوی هلته وي ولې موږ سره تماس نه نیسي؟
دلته مې د فرمي پارادوکس او Zoo Hypothesis په اړه مطالعه وکړه. ښایي موږ دوی ته لکه څنګه چې موږ بیزوګانو ته ګورو دومره ابتدایي ښکاري چې هغوی موږ سره تماس نه نیسي. شاید هغوی دومره پرمختللي وي چې زموږ سره اړیکه نیول د هغوی لپاره وخت ضایع کول وي.
موږ ممکن داسې یوه کچه تمدن یو چې لا یې د ژور فکر سولې او علمي شعور کچه دومره نه ده لوړه شوې چې هغوی موږ جدي وګڼي.
زما فکر
زه باور لرم چې ژوند په کائناتو کې شته شاید ساده شاید هوښیار شاید له موږ ډېر وړاندې تللی وي زموږ پوهه لا ابتدایي ده خو که موږ د علم سولې او تفاهم له لارې پرمختګ وکړ نو شاید یوه ورځ موږ له هغوی سره تماس ونیسو. خو دا به نه هغه وخت وي چې موږ یې غواړو بلکې هغه وخت چې موږ چمتو شو.
یادونه:
علم یوازې د درسي کتابونو تر حده نه، بلکې د فکر پراخوالي او فلسفې پورې تړلی دی.
ښاعلي ایمان او نورو لوستونکو ته سلام!
لیکنه مو ډېره اړینه ده، په رښتیا چې په کاینات کې د شعوري او غیر شعوري ژوند امکانات ډېر لوړ دي، ځکه انسانان دې فزیکي علوم په فلسفې اند کې راونغاړي، دغه فکري مصروفیت بشر مثبت اړخ ته تشویقوي. زموږ د مدرسې ملا به ویل: کله چې رسول اکرم معراج ته لاړ، نو له پاک ربه یې وپوښتل، چې د کایناتو په بل ګوټ یا کومه سیاره کې ژوند شته او هغوی هم مسلمان دي او که نه؟ نو څښتن تعالی ورته وویل، چې بیرته تګ کې یوې سیارې ته ورشه! د بیرته راتګ پر مهال یوې سیارې ته ورښکاره شو، په یوه دښته کې د عبادت يو جومات یا خونه وه، نو کله چې وره (دروازه) ته نېږدې شو، نو د ملا امام غږ یې واورېدو، چې طلابو ته یې ویل، چې په الله ایمان راوړی! دا کاینات په نور د محمد (ص) پیدا شوی او هغه د پاک الله رسول دی! لاالله الله محمد رسولالله! کلمه یې طلابو ته تېره کړه او د الله اکبر تکبیر یې وویلو. ښه ویل شوي:
موسی شونیده و محمد دیده
شنیده کی بود مانند دیده
زه هم له ماشومتوبه په کاینات کې د شعوري مخلوق وږمې ته منتظر یم، چې یوه ورځ دغه فکري غوټه پرانیسته شي! له نیکه مرغه هر څه په علم کې نغښتي دي، مګر هڅاند خلک پکې د ستونزو کرښه او حللاره موندي! وسلام
سلامونه
نپوهیږم هغه “بشقاب های پرنده “،چې غربیانو ډیر کتابونو او فلمونو کې ذکر کړي او فارسیانو خپلې ژبې ته اړولي ول،له کوم ځایه راتلل؟او چا ویشتل ؟؟
قرآن عظیم الشان کې د آسمانونو او کایناتو په تحقیقاتو او نفوذ کولو ډیرو آیتونو کې اجازه ورکړل سوېده ؛مثال س.الرحمان (…یا معشر الجن والانس ،اِن اسطعتم ان تنفذوا من اقطار السماوات والارض ،فانفذوا!، لاتنفذون اِلا بسلطان…فبای آلآء ربکما تکذ بان ..) صدق الله العظيم.
او …(کل فی فلک یسبحون ..)
مسلمانانو که د رازي،غزالي،بیروني ، ابن سینا او نورو څیړنو ته دوام ورکړی وای اوس به ېې د اقطار سماوات سره د اې.آی ټکنالوژي کې اړیکې درلودای..
یو ۱۴ -۱۵ کلن زلمی لګیا ۇ او ویل ئی چی انسان په هیڅ توګه اشرف المخلوقات نه ګڼل کیږی، د هر حیوان صفات ئی بیان کړه ( انسان زمری غوندی زور نلری او پړانګ غوندی چټک نه دی او مرغه غوندی په لوړه ارتفاع کی پرواز نه شی کولای او نهنګ غوندی د ژور سمندر په ګیډه کی لامبو نه شی کولای او…….).
کوم چا په جواب کی ور ته لیکلی وه چی هلکه خوږ خوږ مه ګډیږه، انسان د علم او پوهی او اسباب په ذریعه د هر حیوان د هر استعداد او قدرت د مانور توان لری.
خبره می دا ده چی یقیناً د مځکی کُره به د لمریز نظام یا د ” راهِ شیری ” د کهکشان په تناسب ډیره وړوکی وی خو داسی ښکاری چی دا کُره د انسان د شتون له برکته تر بلی هری سیاری ډیر فضیلت لری ځکه په مځکه کی ” معنویت ” حاکم دی او د معنویت بل وزَر ” علم ” دی، همدی دوو عناصرو دا توان موندلی دی چی د مځکی له کُری څخه ډیر لیری لیری پلټنی او تحقیقات وکړی.
اوس که د فضاء په نورو برخو کی نور ژوندی موجودات شتون هم ولری ( چی د اسلامی مؤثقو روایاتو په اساس حتما شتون لری) نو یا به د هغوی علم دومره بشپړ نه وی چی زموږ د کور دروازه را وټکوی او یا به اجازه نلری چی زموږ سره له نژدی تماس ونیسی ( زموږ په منځ کی عجیب او غریب خلګ لږ دی چی د نورو سیارو موجودات مو هم سږمو ته کینی؟).
بناً دا به لږ غوندی ساده ګومان وی چی ګواکی فضائی موجودات دومره پرمخ تللی او متکبر دی چی اصلاً د مځکی د موجوداتو په هکله څیړنه ور ته عار او د وخت ضیاع ښکاری خو که د مځکی پر سر ژوندی موجود ( انسان ) ته وکتل شی تر ځان د هر وړوکی موجود په هکله ئی څیړنه کړیده او کوی ئی او دا کار نه یوازی ور ته عار او د وخت ضیاع ښکاری بلکه ور ته یو ګټور اود ویاړ او افتخار وړ هڅه ده چی البته دا څیړنی د ” عقل ” او ” ایمان ” خاوندانو ته نور درانه درانه او نجات بښونکی پیغامونه او سیګنالونه لیږی.