جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+په افغانستان کې د ملي اجماع لپاره نوې څپه؟

په افغانستان کې د ملي اجماع لپاره نوې څپه؟

د ولسمشر ډاکتر اشرف غني د نومبر د نولسمې اعلامیه او زموږ تاریخي انتخاب

محمد خالد وردګ

لاس انجلیس – کلیفورنیا

افغانستان نن له داسې کړکېچ سره مخ دی چې د جګړې، اقتصادي فشار، جبري کډوالۍ، طبیعي افتونو او له ټولو مهم، د سیمه‌ییزو سیاسي، نظامی او استخباراتي ګواښونو ګډه څپه پرې راغله ده. په همدې حساسو شیبو کې د پخواني ولسمشر ډاکتر اشرف غني وروستۍ اعلامیه یو ځل بیا ملي بحث ته لاره پرانیزي؛ بحث چې ځینې یې د هغه د ۲۰۲۱ کال پرېکړو له امله شکمنوي، او ځینې نور یې د یو پراخ ملي محور د راټولېدو لپاره یو فرصت ګڼي.

خو له ټولو ځاني قضاوتونو ور هاخوا، یوه ستره پوښتنه پر موږ دردېږي:
موږ، د افغانستان ملت،نن کوم موقعیت کې ولاړ یو؟ او سبا کومې خوا ته روان یو؟

اوسنی وضعیت: یو ملت د دوو لارو په سر کې

ولسمشر غني خپل متن د څو بنسټیزو پوښتنو په مطرح کولو پیلوي:
اوسنی وضعیت مو څه دی؟
راتلونکی څه بڼه لري که کړکېچ همداسې دوه کاله نور دوام وکړي؟
ملي ګټې څنګه تعریف او پرې لازمه اجماع څنګه جوړ کړو؟
او تلپاتې سولې ته، چې زموږ له لاسه وتلی حق دی، څنګه رسېدای شو؟

د پاکستان نطامي رژیم لخوا د افغان کډوالو جبري او ظالمانه ستنېدل، ورانونکي زلزلې او سیلابونه، اقتصادي محاصره، او د پاکستان منظم پوځي یرغلونه دا هېواد له یوې ژورې کندې سره مخ کړی. د ده په وینا، موږ د دوو لارو په چوک کې ولاړ یو:

  • لاره د عقلانیت، اجماع، رغونې او هوښیار مدیریت؛
  • او بله لاره د ناورین د ژورتیا، د ناهیلۍ پراختیا او د راتلونکو دوو کلونو خطرناک سرنوشت ته.

دا یوازې تش شعارونه نه دي. نن چې طالبان واکمن دي، نړیوال مشروعیت له لاسه وتلی، اقتصادي نظام د پاکستان د محاصرې او نړیوالو محدودیتونو لاندې دی، ښځې له عامه ژوند څخه حذف شوې، کډوال په بې رحمی او ظالمانه توګه شړل کېږي، او د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور افغانستان تر سیاسي، نظامی او اقتصادی فشار لاندې دی. دا وضعیت دا ثابته کړي چې ملي اجماع د نجات یوازینۍ دروازه ده، د ولس او حکومت تر منځ د واټن ختمول، د مشروعیت احیا، او نړیوال منل.

ولسمشر غني څه وایي؟ او څوک یې مخاطب دي؟

غني په هوښیارانه ډول طالبان په نوم نه یادوي، خو د هغوی د شعارونو په ژبه پوښتنه کوي:

که فساد، رشوت، زورواکۍ او بې‌عدالتي “حکومت” نه وي، نو نن وضعیت ته درجه څوک ورکوي؟ ملت که یوه ډله؟

دا په اصل کې د طالبانو پر ادعاوو غیرمستقیم خو کلک نقد دی. د هغه موخه دا ده چې:
که د عدل، امنیت او اسلامي مشروعیت معیارونه تاسو ټاکلي، نو ستاسو د حکومت ثبات هم باید د همدې معیارونو پر اساس و ارزول شي.

خو ده په ښکاره ډول د امارت نسکورول نه دي غوښتلي، او نه یې طالبان د یوازیني لوري په توګه انکار کړي.
برعکس، هغه د “همدیګرپذیرۍ”، “ملي بحث”، “اجماع” او “راتلونکې ته د توجه” خبرې کوي. دا د سولې او سیاسي حل لپاره د منځنۍ لارې پیغام دی،پیغام چې په داخل او خارج کې دواړه خواوې بېلابېل تعبیرونه ترې کوي. ځینې وایي له طالبانو سره کار کول ناسم دي؛ ځینې بیا وایي د بحران پای د همدې تعامل په منلو کې دی، ځکه دا هغه دروازه وه چې په دوحې کې یې پرانیستل غوښتل.

غني بیا ټینګار کوي چې تېر باید د راتلونکي د بندیز لامل نه شي؛ دواړه لوري،طالبان او جمهوریت،تیروتنې کړي، او د ملت زیان د ټولو له حساب او حرکت مهم دی.

غني او مشروعیت؛ یوه سخته پوښتنه، خو اړینه پوښتنه

ډېری افغانان د ۲۰۲۱ د سقوط ترخې خاطرې په ذهن کې لري. منتقدین حق لري چې وغواړي:

  • د ملي اجماع خبرې هغه څوک څنګه کوي چې خپله ووتل؟
  • د راتلونکي د جوړولو دعوه څنګه د چا له خولې ومنل شي چې تېر یې لانجمن دی؟

دا ټولې منصفانه پوښتنې دي.
خو اصلي خبره دا ده چې نن هېواد د شخص په نه، بلکې د مسیر په انتخاب کې بند پاتې دی.

موږ د داسې فورمول غوښتونکي یو چې:

  • د یوه لوري د قدرت انحصار نه وي
  • د تبعید شویو سیاستوالو او شخصیتونو انتقام نه وي
  • د ټولنې نیمایي یعنې ښځو حذف نه وي
  • او د شل کلنې جګړې تکرار نه وي

غني وایي: زه ځان ته څه نه غواړم، خو که اړتیا وه، مرسته کوم.”
دغه جملې په ټولنیزو رسنیو کې ډیره غوغا پورته کړی ده. ځینې وایی چې ولسمشر غني ولی د هغه ډلې سره چې پرته له خپل ځانه بل څوک نه منی او د هیواد نیمایی نفوس یې حذف کړی د همکاری لاس ورکوی او ځینې بیا دا وایی چې جګړه نور د حل لاره نده او نه هم فعلی وضیعت د تحمل وړ ده نو ځکه یو منځلاره باید انتخاب شی، خو د هغې سیاسي منځپانګه واضحه ده:
ملي اجماع باید د اشخاصو نه، بلکې د ملت د بقا لپاره وي.

پاکستان، مهاجرت، او سیمه‌ییز فشارونهولې غني یې په ټینګار یادوي؟

غني ښکاره کوي چې د پاکستان پوځي بریدونه، د میلیونونو کډوالو شړل، د استخباراتي فشارونو دوام، او طبیعي افتونه د هېواد کړکېچ څوچنده کړي. دا خبرې تصادفي نه دي؛ دا د افغان ولس د درد عین انځور دی.

نن چې طالبان ځان د ملي حاکمیت مدعیان بولي، همدا پوښتنه د غني له لوري مطرح کېږي:

که اسلامي امارت د افغانستان د دفاع شعار لري، نو د پاکستان په مقابل کې د افغانستان عملي دریځ څه دی؟

دا پوښتنه یوازې طالبان نه، بلکې ټول سیاسي لوري د ملي حاکمیت د دفاع په اړه حساب ورکولو ته مجبوروي.

۲۰۴۷ م کال خیال، که د ستر ملت ویاړ؟

غني د ۲۰۴۷م کال نوم اخلي؛ هغه کال چې افغانستان د معاصرت ۳۰۰مه کالیزه لمانځي. ډېرو ته دا خیال ښکاري، خو ملتونه د لید پرته نه رغېږي. د هر ملت لپاره لرلید او اوږد مهاله سیاست او پالیسي د بقا یواځنې لاره بلل کیږی.

افغانستان که د ژوندي پاتې کېدو په حالت کې کنګل پاتې شي، نو نه به دولت ولري، نه اقتصاد، نه نړیوال حیثیت، او نه دا چې د نړۍ د سیال ملتونو تر منځ درېدل زده کړي.

له همدې امله ۲۰۴۷ د یوې فکري نقشې حیثیت لري، هغه نقشه چې د اوسنیو ستونزو نه وروسته د راتلونکي لپاره د سیال افغانستان تصور جوړوي.

واقعیت: د افغانستان بدلون د یو فرد کار نه دی

که خلک غني خوښوي یا نه، حقیقت دا دی چې دا هېواد د یو شخص یا ډلې په زور نه رغېږي،
بلکې د ملي اجماع، سیاسي تفاهم، ټولنیز مشارکت او د ټولو لوریو ګډ مسؤولیت ته اړتیا لري.

غني هم واضح وایي چې د اجماع مقصد “هر څوک او هر کس” نه دی، بلکې هغه شخصیتونه چې په فساد او خیانت تورن دي، نه باید بیرته سیاسي صحنې ته راستانه شي.

طالبان که غواړي افغانستان له ژور ناورین څخه وژغوري، باید د سیاسي حلتیا لاره پرانیزي.
پخواني فاسد چارواکي باید خپل تیروتنې ومني او ملت ته ځای ورکړي. ملت باید له احساساتو د باندې، د هېواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي.

پایله: د بحث پیل؟ که د بحث پای؟

د ولسمشر غني اعلامیه نه جوړ حل دی او نه نهایي نقشه، خو د ملي بحث لپاره یو ضروري فکري چوکاټ برابروي.

په داسې هېواد کې چې ۴۷ کاله یې پر جګړو، کودتاوو او ګډوډیو تېر کړي، یوازې دوه لارې شته:

یا د تیرو غلطیو یادونه موږ په ګډوډۍ کنګل ساتي، او یا د ملي ګټو پر محور نوی بحث پيلېږي،سخت، لانجمن، خو حتمي.

که څوک په غني نیوکه کوي، حق یې دی.
که څوک یې د اجماع په فکر ملاتړ کوي، دلیل یې دی.
خو که څوک د ملي اجماع ضرورت نه مني، نو یوه پوښتنه پاتې کېږي:

بدیل څه دی؟ او افغانستان څنګه له دې ناورین نه وزي؟

هیواد یوازې د جګړې او ضدیت په اور نه رغېږي.
موږ ته فکر، متانت، سیاسي شجاعت، او تر ټولو مهم،یو ګډ تعریف د ملي ګټو ته اړتیا ده.

راځئ چې مخې ته ولاړ شو، په ګډه ولاړ شو، د تاریخ درسونه په پام کې ونیسو، او داسې افغانستان جوړ کړو چې په ۲۰۴۷ کال کې د نړۍ سیال وي.

ژوندی دې وي افغانستان!
تل دې وی افغانان او افغانیت!

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب