Homeخبرونهملا برادر: افغانان باید له عصري زده‌کړو او نوې ټکنالوژۍ سره ځانونه...

ملا برادر: افغانان باید له عصري زده‌کړو او نوې ټکنالوژۍ سره ځانونه بلد کړ

تاند/ د زمري ـ اسد ۲۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، افغانانو خپله خپلواکي په اسانه نه ده ترلاسه کړې او د هېواد د ازادۍ د ساتنې لپاره باید له هر ډول سیاسي، اقتصادي او نورو غلامیو ځان وساتل شي.

نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې هغو نړیوالو ته چې د ده په وینا، افغانستان ته په بد نظر ګوري د توصیې په شکل ویلي چې، د تېرو بهرنیو ځواکونو له ماتو دې عبرت واخلي.

ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانانو د محدودو امکاناتو او پوځي وسایلو سربېره، د اسلامي او ملي هوډ له مخې خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د خپلواکۍ د دوام لپاره افغانان باید له عصري زده‌کړو او نوې ټکنالوژۍ سره ځانونه بلد کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پر «شرير او فساد اچوونکي» کسانو هم غږ کړی چې له نظام سره یوځای شي، کورنیو جګړو ته لمن ونه وهي او د هېواد په ابادۍ کې له افغان ولس سره ګډ کار وکړي.

برادر همداراز ويلي چې په افغانستان کې یو شمېر سترې اقتصادي پروژې پلې شوې او ځینې نورې د پلي کېدو په حال کې دي او حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې د پرمختیایي او اقتصادي پروژو شمېر لا زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...