Homeخبرونهد خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه: متقي وایي، د هېچا فرمایش نه منو

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه: متقي وایي، د هېچا فرمایش نه منو

تاند/ چهارشنبه د اسد-زمري ۲۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي وایي چې، خپلواکي یوازې پر قلمرو د حاکمیت په معنی نه ده؛ بلکې  ترڅنګ یې باید په سیاسي، اقتصادي او علمي برخه کې هم خپلواکي موجوده وي.

متقي نن (چهارشنبه،د زمري۲۸مه /۱۹ آگست) د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړوو شوو مراسمو کې دا څرګندونې وکړې.

هغه په دې مراسمو کې چې، په دفاع وزارت کې جوړ شوی وو ټینګار وکړ چې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.

متقي زیاته کړه چې، ټول افغانان باید افغانستان خپل کور وګڼي او هغه کسان چې دې خاورې ته د خیر نیت نه لري هېڅکله به د خلکو د منښتې ونه ګرځي.

هغه زیاته کړه چې، افغانان د نورو غوښتنې نه مني او تر هر څومره فشار لاندې چې راشي بیا هم مقاومت ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وویل چې، دوی په خپل “سیاست، اقتصاد او نظامي” برخه کې د “هیڅ چا تابع” نه دي او د متقابل تعامل او دیني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې، دوی په هره برخه کې “کوټلي ګامونه” اخلي او زیاتوي چې، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د ډېرو “پرمختګونه” شاهد وي.

ملا یعقوب مجاهد پر هیوادوالو غږ کړی چې ټول افغانان باید “متحد” شي او د هیواد د ملي منافعو د خطر پر وړاندې ودرېږي.

نن د “زمري میاشتې ۲۸مه”  له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د ازادۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۷مه کلیزه ده.

افغانستان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په همدې نېټه له انګرېزانو څخه د وخت د شاه غازي امان الله خان په واکمنۍ کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه او په رسمي ډول یې دا ورځ د افغانستان د “خپلواکۍ” د ورځې په نوم ونوموله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...