Homeخبرونهد انسان دوستۍ نړیواله ورځ؛ اوچا د افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ

د انسان دوستۍ نړیواله ورځ؛ اوچا د افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ

تاند/ چهارشنبه د اسد-زمري ۲۸مه/ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ټینګار کړی چې د افغانستان له خلکو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغانستان د اوچا څانګې نن، چهارشنبه، د اګست ۱۹مه، چې د «انسان دوستۍ نړیوالې ورځې» سره برابره ده، پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي: «د انسان دوستۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د بشري مرستو د کارکوونکو زړورتیا ستایو او یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره خپل ژمنتیا څرګندوو.»

دې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو له زیاتېدو او د بودجې له کمښت سره، اوس د افغان ولس د ملاتړ لپاره د پیوستون او عملي اقدام وخت دی.

دغه ورځ هر کال د اګست په ۱۹مه نمانځل کېږي.

دا ورځ د هغو بشري مرستندویانو او کارکوونکو د درناوي لپاره ځانګړې شوې چې د جګړو، بحرانونو او طبیعي پېښو پر مهال له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره فعالیت کوي او په ډېرو مواردو کې خپل ژوند هم له خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۰۸ کال کې د اګست ۱۹مه د «انسان دوستۍ نړیوالې ورځې» په توګه ونوموله.

دغه ورځ د هغو ۲۲ بشري مرستندویانو او د ملګرو ملتونو د نورو کارکوونکو په یاد هم نمانځل کېږي چې د ۲۰۰۳ کال د اګست په ۱۹مه په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د چاودنې له امله ووژل شول.

سږکال دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې، افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي؛ میلیونونه افغانان له بېکارۍ، بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.

کارپوهان وایي، په داسې شرایطو کې یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې د کارموندنې، اقتصادي فرصتونو او د خلکو د ځان بسیاینې لپاره هم جدي او دوامدار اقدامات اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...