شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم ته د پاکستان د خبرداري راپورونه

د کابل رژیم ته د پاکستان د خبرداري راپورونه

تاند (جمعه، د قوس ۱۰ مه) پاکستاني رسنیو ویلي چې حکومت یې په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم ته پر پاکستان د هغو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی چې ادعا کیږي له افغان خاورې یې پر ضد پلانیږي.

اکسپرس تریبیون ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې دا خبرداری د پاکستان موقت حکومت د خپلو دیپلوماتیک چینلونو له لارې په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر ته ورکړی.

پاکستان په وروستیو کې په بنو کې د شوي ځانمرګي برید ملامتي پر افغانستان اچولې او ویلي چې یوه افغان وګړي دا برید ترسره کړی.

درې ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر احضار کړ او د دې پېښې په اړه یې خپل سخت اعتراض ورسره شریک کړ.

طالبانو بیا ویلي چې د دوی استازی احضار شوی نه دی؛ بلکې یو پيغام ورسره شریک شوی چې دوی غور ورباندې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ورسره شریک شوي پيغام جزییات نه دي روښانه کړي.

معلومه نه ده چې پاکستان به په ادعا شوي خبرداري کې د طالبانو د رژیم پر وړاندې څه ډول چلند کوي.

دغه هیواد پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته څو ځله ډیورنډ کرښې ته یو شمېر افغان سیمې په الوتکو بمبار کړې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه مدعي شو چې د پاکستاني طالبانو اړوند کسان وو.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم یوازې دا بمبارۍ په نرمو ټکیو وغندلې، خو نور یې لږ ترلږه په دې اړه کومه څېړنه هم ونه کړه او خلکو سره یې پایلې شریکې نه شوې.

پاکستان د پرځول شوي افغان جمهوري نظام پر مهال هم د افغانستان یو شمېر ولایتونه په سلګونه ځله په توغندیو وېشتي وو چې په مخنیوي او کنټرول کې یې د پاتې راتلو له امله د هغه مهال چارواکي سختو نیوکو سره مخ شوي وو.

1 COMMENT

  1. طالبانو ! کله به د جناح فرنګي چیچیانو ته د ډګې په زور ځواب ورکوۍ ؟😡 دغو لعنتیانو خو بیخي ځنځیر په غاړه کې دراچولی !!☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب