شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ایران سفیر د اسماعیل خان پر څرګندونو غبرګون وښود

د ایران سفیر د اسماعیل خان پر څرګندونو غبرګون وښود

تاند (جمعه، د قوس ۱۰ مه) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په تاجکستان کې د هرات د امنیتي خبرو په نوم د غونډې د ځینو افغان برخوالو پر څرګندونو غبرګون وښود.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي قُمي د هرات په امنیتي کنفرانس کې د ځینو افغانانو د څرګندنونو په ځواب کې وویل:«اسلامي جمهوریت یو هیواد دی او بهرني ویندوی ته اړتیا نه لري.»

د ښاغلي قمي اشاره د هرات د پخواني والي اسماعیل خان څرګندونو ته وه چې په کنفرانس کې یې وویل: «طالبانو د ایران او نړۍ حوصله ختمه کړې ده.»

اسماعیل خان د کنفرانس په څنډه کې خپلو پلوي رسنیو ته په ځانګړو مرکو کې وویل چې ایران د نورې نړۍ په شان له طالبانو سره د مجبوریت له مخې تعامل کوي کنې په هیڅ صورت د طالبانو حکومت ورته د منلو نه دی.

اسماعیل خان د ۲۰۲۱ په اګست کې د هرات له سقوط سره سم د طالبانو لاس ته ورغی خو طالبانو اجازه ورکړه چې ایران ته لاړ شی. نوموړی له هماغه مهاله د ایران په مشهد کې له خپلې کورنۍ سره اوسي.

په تېرو دوو کلونو کې اسماعیل خان نه په کومه سیاسي ناسته کې ګډون کړی و او نه یې کومه مرکه کړې وه.

1 COMMENT

  1. اسماعیل خان باید د طالبانو د احسان مدیون ووسی چی یی مردار نکړ. هغه نه ښکایی چی اوس د جنګ او شورش لار خپله کړی. حد اقل باید ځان بیطرفه و ښیی تر څو خپل حیثیت حفظ کړی. دا خو خوسی خرکُس له ما بدتره عمر یی خوړلی اوس هم غواړی چی اقتدار ولری. ده حرامی په وزارت آبیاری که ټول خپل هراتیان راوستی وو او زه یی د خیانت او غلا شاهد یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب