شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد اسلامي هیوادونو پلاوي له امیرخان متقي سره وکتل

د اسلامي هیوادونو پلاوي له امیرخان متقي سره وکتل

تاند(جمعه، د قوس ۱۰ مه) د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

دا پلاوی پرون (پنجشنبې) کابل ته راورسید.

د باندنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي د دې کتنې په اړه ویلي چې دواړو خواوو په فلسطین کې د روان وضعیت په اړه د خبرو په ترڅ کې د فلسطین په قضیه کې د قطر رول وستایه.

قطر د حماس او اسراییل ترمنځ په روانه جګړه کې د منځګړي رول ولوباوه او دواړه خواوې یې لنډمهاله اوربند ته راضي کړې څو د اسراییلي یرغملو د خلاصون په بدل کې په غزه کې د اسراییلو تر تاړاک لاندې فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسیږي.

د ښاغلي بلخي په وینا، د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د پلاوي مشر علي قره داغي، چې «د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاد مشر هم دی، له امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل:«د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه او د قطر د صدراعظم او باندنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني ځانګړي سلامونه ورته رسوي.»

د «تکوین العلماء» مرکز مشر محمدحسن الددو، د انصار البني د نړیوال هیات ريیس محمد الصغیر او د «فلسطیني علماوو ټولنې» مشر نواف تکروري په دې پلاوي کې شامل دي.

د باندنیو چارو وزارت وايي چې کابل ته د اسلامي هیوادونو د پلاوي د سفر په هدفونو کې د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستانه د لکونو ایستل شویو کډوالو سره مرسته هم شامله ده.

په همدې حال کې د افغاني سره میاشت ټولنه وايي چې د قطر دوو مرستندویو موسسو د هرات د زلزله ځپلو لپاره افغانستان ته ۷۰ ټنه مرسته لېږلې ده.

د هرات په زلزلو کې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه مړه شول او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب