چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+لټي او لټان / اسدالله غضنفر

لټي او لټان / اسدالله غضنفر

 سید محمود پاچا د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمه کې د کونړ نواب و. د ده په اړه مشهور روایت دی چې لټان به یې ساتل او مفته ډوډۍ خو ډېرو ته خوند ورکوي نو دا لټان ورځ په ورځ زیاتېدل. یو وخت چا سید محمود پاچا ته مشوره ورکړه چې د دغو کسانو چارچاپېره اور بل کړه، که د رشتیا لټان وي، د اور لمبو ته به هم پراته وي او که یې ځان په لټۍ اړولی وي، وبه تښتي، ترې بېغمه به شې.

 چې اور بل شو، ګڼو لټانو منډه واخیسته،ځینې نور ونه خوځېدل خو چیغې یې شوې چې د خدای پار دی وسوځېدو! یو شمېر نورو نه منډه کړه، نه یې نارې سورې جوړې کړې، دوی یوازې څنګ لوریو ته وویل: زموږ له خوا هم چیغې ووهئ! په دې ډول دا وروستۍ ډله د مفتې ډوډۍ اصلي مستحق او پاخه لټان وپېژندل شول.

دا حکایت ډېرو ته په لټانو پورې یوه جوړه شوې ټوکه ښکاري چې البته په اجتماعي لحاظ یې بې بنیاده نه شو بللی. زموږ په ټولنه کې به شتمنو خانانو په نوکرانو سربېره د خپلې طبعې ځينې کسان په خپلو حجرو کې ساتل. مثلا ټوکیان چې په نورو پورې وخاندي، ساده ګان چې نور ورپورې وخاندي، صوفیان چې خان ته دعا وکړي، عالمان یا خوله ور کسان چې په جرګو مرکو کې د خان د خبرې د تایید لپاره یو څه منطقي او کتابي خبرې وکړای شي او داسې نور. دغو کسانو به غالبا ټول وخت د خان په حجره کې تېراوه، کار روزګار ته یې ملا نه ټیټېده. مونږ ویلی شو چې دوی که کمالي وو یا بې کماله، خو ناراسته وو.

 د سید محمود پاچا د لټانو نور حکایتونه هم شته. زموږ په ادبیاتو او مجلسونو کې وزګارخېلو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي مګر که څوک یوه داسې وظیفه پیدا کړي چې معاش یې ښه او کار یې تش په نوم وي، ډېرو ته به هوښیار او ځیرک معلوم شي. له بلې خوا، ټولنه شاید خورا زحمت کښه کس ته حریص او د دنیا وږی ووایي. ملنګان چې کار ته یې ملا نه ټیټېږي، موږ ته ممکن رسېدلي ښکاره شي او د دعا په تمه ورته ودرېږو. دغسې مثالونه راښيي چې لټي دومره بې ښې، بې برکته هم نه بولو.

د لټۍ تر ټولو خطرناک ډول هغه دی چې په ظاهره ټوله ورځ کار کوو خو په حقیقت کې هسې ځان یا ټولنه تېرباسو. د دغه ډول لټۍ تاوان ځکه زیات دی چې ډېره عامه ده. زده کوونکی او محصل به ګوري معلم ته او بوخت به وي له خیال پلو سره. مامور به کمپیوټر ته ناست وي مګر د دفتري کار په ځای به له ملګري سره چت کوي.

 کله چې زیارایستونکي یاد شي، شاید تر نورو له مخه مو د خپلو کلیو بزګران سترګو ته ودرېږي او دې ته مو پام نه شي چې یو ګڼ شمېر دهقانان، خصوصا د تراکتور او نورو ماشینونو له عامېدو وروسته، د کال پنځمه برخه ورځې هم په کار نه تېروي. داسې نه ده چې دوی له ژونده راضي دي او په کم حاصل یې ګوزاره کېږي، خو د لټۍ ځولنې یې په پښو کې پرتې دي. بزګران چې ښه حاصل واخلي، کلیوال وایي، سږ کال ښه راغی، غله ډېره وشوه، بارانونه په وخت وورېدل… کلیوال ځکه داسې وایي چې زموږ په وطن کې د مهارتونو د کموالي په وجه طبیعت ډېرغالب دی او دې شي نصیب تر تدبیر او زحمت مهم ګرځولی دی.

 په ادارو کې بیا د لټۍ لویه وجه د مدیریت کمزوري ده. سړی مقرر وي خو کار یې معلوم نه وي. کار کول نه بلکې واسطه لرل به د ترفیع او مکافاتو عامل وي. کار به مامور کوي او نوم به د مدیر صاحب ښه کېږي. کله کله تر ضرورت ډېر کسان استخدام شي او بیا هر یو کار د بل غاړې ته اچوي. دغه راز مدیران د کار لپاره مادي او معنوي انګیزه نه ایجادوي او غواړي چارې یوازې په پټکو باندې په مخ لاړې شي. زموږ اکثره مدیران ټول صلاحیتونه له ځان سره ساتي، مثلا که دفتر هم رنګېږي دا به د ده خوښه وي چې دېوالونه سپین شي که شنه؟ له نورو صلاحیت اخیستل او فکر او مشورې ته یې اهمیت نه ورکول، له کاره د زړه تورېدلو یو لوی علت دی.

کله چې خلک حکومت خپل ونه بولي،هم دا امکان زیاتېږي چې مامورین له کار کولو ځان یوې ډډې ته کړي. موږ په ظاهره د استخدام قوانین لرو مګر په عمل کې ډېر ځله د واسطې په اساس مقررۍ کېږي چې په نتیجه کې دفترونه له هغو کسانو مالامال وي چې په کار نپوهېږي او ورځ خوشې تېروي.

لټي او په کار کې ناراستي هغه وخت هم ډېرېږي چې کارکوونکي د خپل زحمت او د موسسې د ګټې تر منځ رابطه ونه ویني. کارکوونکی که وویني چې د ده د موسسې ګټه د ده په ژوند مستقیم اثر لري، بیا ممکن لا فعال واوسي. هغه څوک چې یو کار یې په اجاره نیولی وي، معمولا تر هغه چا ډېر فعال وي چې ثابت معاش اخلي، ځکه معاش والا د کار پوره کېدو ته دومره پام نه ساتي لکه د میاشتې پوره کېدو ته.

 زموږ په ټولنه کې ګڼ دوکانداران له ملا اذانه تر ماخوستن ناوخته پورې په دوکان کې وي او ان د جمعې په ورځ هم دوکان پرانیستی پرېږدي. دوی، زموږ د اکثرو نورو خلکو برعکس، ډېر فعال دي چې داسې ولې ده؟ ځکه دوی د مامورینو برعکس، د چا تر امر لاندې کار نه کوي او د بزګرو برعکس، په کار باندې یې د طبیعت خاصه اغېزه نشته، یعنې ګټه د خپلې هڅې نتیجه ورښکاري، نه د باد، باران او نورو هغو عواملو چې کنټرول یې د دوی په لاس کې نه دی. دغه راز خپله ګټه یې ټوله خپله ده او سمدستي یې جېب ته کوي.

زموږ په کلتور کې که د کار د تبلیغ ادبیات شته، د لټۍ د ترویج ادبیات هم شته. موږ ډېر ځله حرص،روزي، تقدیر، قناعت او نور مفاهیم د لټي په ګټه معنا کړي دي او په دې منځ کې د مېږي او بلبل غوندې کیسې هم لرو چې وګړي کار او فعالیت ته وربولي. بلبل وخت په سندرو تېر کړ او مېږي په دانو ټولولو. چې ژمی راغی بلبل د لوږې ښکار شو خو مېږي د سختو وختونو چاره کړې وه.

البته، د کار په هنر هغوی لا ښه پوهېږي چې د تفریح په هنر پوه وي. موږ باید د دنیا د رسېدلو خلکو غوندې په دې ځان پوه کړو چې که غواړو کار وکړو نو د تفریح دښمني به نه کوو.

د لټي نهایي مقصد دا دی چې په لږ زحمت یا نه زحمت ډېره ګټه وکړو. د داسې سودا تصورعاقل کسان هم بې لارې کولای شي. د لټۍ او ناراستۍ په لومه کې ایسار هوښیار شاید د عقل په حکم د کار او فعالیت لپاره ډېر پروګرامونه جوړ کړي خو د لټۍ په حکم د خپل هر پروګرام عملي کول نن نه بلکې سبا ته پرېږدي او چې سبا راشي بیا بل سبا د کار د پیل لپاره مناسبه وګڼي. دی په دې ډول ممکن په کلونو کلونو وخت ضایع کړي او هغه ټوکه ورباندې وشي چې وایي هوښیاره مرغۍ په دوو لومو کې نښلي.

1 COMMENT

  1. ادیب او تکړه لیکوال استاد غضنفر د لټان دتشخیص څيړونکی خو پوښتنه داده چې دناتو شتولتن بیرګ ، امریکا ، کرزی، مټکور د لټانو ډله لکه حمدالله، اسدالله، حیات الله، روح الله، امرالله سمیع سادات، مېا او یوشمېر نور شغالان د اور لټان ول او که دڅنګ؟ او که دنورو لپاره یې چیغې وهلې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب