پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+پر خدای د اسماعیل خان او طالبانو شریک تورونه!

پر خدای د اسماعیل خان او طالبانو شریک تورونه!

کبیر هسک

د ډېرو خلکو او خاصه توګه د دین کارو عادت دی چې د بې ځوابه کیدو او ځانګړو دروغو پر وخت خدای او دین ته رجوع کوي او د هغوی په نوم خلک تېر باسي.

په دې لړ کې تازه تورونه د هرات مشهور جنګسالار اسماعیل خان تېره شپه له آمو تلویزون سره د یوې مرکې پر مهال پورې کړل.

اسماعیل خان د طالبانو په لاس د دوه ځلې اسېر کیدو او بیرته خوشې کیدو اوږده کیسه په همدې یوه جمله کې را لنډه کړه چې خدای تعالی ژوند وژغوره.

هغه په دې مرکه کې پر دې هم انکاري و چې نه د لومړي ځل خوشې کیدو او نه دویم ځل خوشې کېدو پر وخت ایراني استخباراتو د طالبانو په منځ کې له خپل نفوذه کار واخېست او خپل دا پياوړی نفوذي او جاسوس یې په لوړه بیه او قیمت ژوندی ځانته ونه لېږدوه.

اسماعیل خان ټوله کیسه همداسې لنډه کړه چې دا خدای ژغورلی او بس!

هغه له طالبانو سره د ایران پر ژورو اړیکو هم انکاري و او ویل، خبر نه دی چې د افغانستان په لویدیځ کې جنګیدونکي طالبان به ایران کې روزل کیدل او تجهیزات ورکول کیدل.

جالبه ده چې اسماعیل خان پر دې اړیکو منکر دی، خو ایراني چارواکي په ښکاره پر طالبانو د احسان په ډول بیا- بیا وایي: موږ وو چې د شل کلنې جګړې پر مهال مو په کافي اندازه ملاتړ درڅخه وکړ او هر ډول مرستې مو در ورسولې.

د اسماعیل خان او طالبانو یو مشترک ټکی دا هم دی چې دغه ډله د بیا واک ته رسېدو اصلي دلیل یې« الهي نصرت» بولي او د دوحې د قراداد په ګډون پر ټولو هغو استخباراتي معاملو منکریږي چې د دومره کلونو په اوږدو کې یې د افغانانو د وژلو او واک ته د بیا رسېدو لپاره کولې.

د خدای د مرستې لرلو په اړه د طالبانو او اسماعیل خان دعوې کېدای شي نور مسلمانان او خاص ډول افغانان حیران کړي چې خدای اوس رېښتیا له دې دوو جنایتکارو جنګي ډلو کوم یوه ته د ښه مسلمان په سترګه لیدلي او په عین حال کې یې د خپلمنځۍ جګړې پر مهال له دواړو سره مرسته کړې ده؟

خلک باید هوښیار شي، دین او سیاست نور سره ګډ نه کړي او هېڅ سیاسي منافق ته د خدای د استازیتوب په نوم د ملګرتیا او مرستې لاس ورنه کړي.

په افغانستان کې دا څلور لسیزې د خدای په نوم زیاتې وژنې، ورانۍ او تباهۍ وشوې.

په داسې حال کې چې خدای د دې ټولو جنایتونو مخالف دی او عاملان به یې خامخا هم په دې او هم هغه دنیا مخ توري کوي.

3 COMMENTS

  1. په هغې ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ، تورن اسمعیل لیدل کیږي چې په 1357 کال کې دسلما د بند د ورانولو ، د هغو د تجهیزاتو د له منځه وړلو لپاره پلان جوړوی . د بند د شاوخوا نقشه او پلان یې جوړ کړی چې دا مهمه او حیاتي پروژه چې په 1354 کال کې د شهید سردار محمد داودخان له خوا رسما د هریرود پر مست او روان سیند باندې کار پیل شوی وو. چې متآسفانه په دې کار کې بریالی هم شو . سلګونه ملي کدرونه ، انجنیران او د پروژې کارګران یې قتل عام او ټول وسایل یې چور کړل.
    که دا پروژه په هغه وخت کې د ایران د دغه معلوم الحاله جاسوس له خوا نه وای ورانه شوې ، کېدای شو چې په درې – څلورو کلونو کې هغه تکمیل شوې وای . د هرات ښار او ټول ولایت به د برښنا له نعمت نه برخمن او د دغه ولایت حاصلخېزې مځکې به د کرنې او باغونو لپاره تیارې شوې وای.
    له نېکه مرغه د جمهوریت په وروستیو کلونو کې دې حیاتي پروژې ته بیا پام شو او هغه یو څه تکمیله شوه .
    تورن اسمعیل خپل ایراني بادار او سپه انقلاب ځواکونو په مرسته په هغه وخت کې د هرات په فرقه او ښار برید وکړ، شاوخوا 1400 هراتيان یې شهیدان کړل .
    تورن د حامد کرزي په دوره کې د هرات پر ولایت او ګمرګونو خېټه واچوله او د دغه ولایت ټول عایدات یې خپل شخصي ملکیت وګرځاوو.
    تورن اسمعیل چې کله د اوبو او برښنا وزیر مقرر شو ، له ایران نه یې زاړه ، له کاره لوېدلي او تاریخ تېرشوي ډیزلي جنراتورونه د درې میلیاردو دالرو په ارزښت واخیستل او ټوله تخصیص شوې بودیجه یې حیف او میل کړه . د اوبو یو بند او کانال یې جوړ نه کړ. د هغه ټوله هڅه دا وه چې په سیمه کې خپل حریفان ووهی او د شینډنډ مظلوم پښتانه له هغه ځای کډوالي ته وهځوي . دا شعله ای مجاهد تر ټولو منافق او بې شرمه انسان دی. ټالبان دواړه وارې د افغانستان د مظلوم ملت پروړاندې مجرم او ملامت دي چې دغه معلوم الحاله ایرانی جاسوس يې خوشې کړ.

  2. د پورته لیکنی د یوی برخی د تائید په ترڅ کی عرض کړم چی:
    دا ډول غولوونکی ادبیات ( په بیانی او عملی توګه ) د نړی په لوړه کچه هم کارَوَل سوی دی مثلاً:
    د امریکی د وخت جمهور رئیس ( جورج بوټ ) به پر عراق باندی د برید څخه څو ورځی مخکی کلیسا ته تئ او پر صدام باندی به ئی د بریالیتوب دُعا کوله.
    همدارنګه
    صدام هم د خپل هیواد پر ملی بیرغ باندی د ” تکبیر ” د کلمی د لیکلو امر صادر کړ او په هر ځای کی به ئی د کِمری مخته لمونځ اداء کاوه او د جورج بوټ او امریکا په وړاندی ئی د بریالیتوب دُعا کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب