جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شو

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شو

تاند (جمعه، د قوس ۱۰مه) طالبان وايي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې یې په خپل لاس کې اخیستي دي.

د بریتانیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په مومبي او حیدراباد کې د افغانستان قونسلګرۍ په خواله رسنیو کې یوه ویدیو (لاندې یې کتلی شئ) شریکه کړې ده. په دې ویدیو کې په هند کې د افغانستان د دوو کونسلګریو جنرال قونسلان ذکیه وردک (مومبی) او سید محمد ابراهیم خېل (حیدراباد) لیدل کېږي چې په ډیلي کې د افغانستان د سفارت په حویلۍ کې د افغانستان ملي بیرغ پورته کوي.

ښاغلی ابراهیم خېل د بیرغ د پورته کولو له مراسمو وروسته وايي چې د هند د باندنیو چارو وزارت له دوی څخه غوښتي وو چې په دغه هیواد کې د افغانستان د دوو جنرال قونسلانو په توګه د خپلو موجودو دندو ترڅنګ د سفارت چارې په غاړه واخلي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان مخکیني سفیر فرید مومندزي تور لګولی و چې د مومبي او حیدراباد جنرال قونسلان له طالبانو سره اړیکې لري او د هغو لپاره کار کوي.

طالبانو نوي ډیلي ته د اغلې وردک او ښاغلي ابراهیم خېل د تګ هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي دوې ورځې وړاندې ویلي و چې وزارت به یې په ډیلي کې له خپل سفارت سره همکاری لري او سفارت به روانه اوونۍ کار بیرته پیل کړي.

ښاغلي ستانکزي دا خبره وروسته له دې وکړه چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت کارکوونکو وویل چې د هند او طالبانو د فشار له کبله د سفارت دروازه د تل لپاره بندوي.

ستانکزي همداراز ویلي چې سفارت به د هغو افغان دیپلوماتانو له لوري اداره شي چې د هند او افغانستان اړیکې نژدې کولی شي.

ابراهیم خيل په سفارت کې د ملي بیرغ له پورته کولو وروسته وویل چې پخوانی بیرغ زوړ شوی و او درې رنګه یې نه ښکارېدل نو یې پرېکړه وکړه چې نوی ملي بیرغ پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب