سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتهد ښکلا د لومړي مقام پر سر د دوه ښځو شخړه

د ښکلا د لومړي مقام پر سر د دوه ښځو شخړه

تاند ( سې شنبه، د حمل ۲۴ ) راپورونه وایي، په سریلنکا هېواد کې د ښکلې ښځې د ټاکلو په موخه یوه جوړه شوې غونډه کې دوه ښځو د لومړي مقام پر سر خپلو کې شخړه کړې ده.

د دغه راپورونو په حواله، سریلنکا کې د ۲۰۲۱ کال د ښکلې ښځې د ټاکلو او لومړي مقام اعلانولو په موخه پروګرام جوړ شوی و، خو د لومړي مقام تر اعلان وروسته یوې بلې ښځې چې لومړی مقام یې بایللی وو، شور جوړ کړ.

د معلوماتو له مخې، د ښکلې ښځې د ټاکلو دت پروګرام ګډ وډ شو او د لومړي مقام او بایلل شوې هغې تر منځ لفظي شخړه را منځته شوه.

په سریلانکا هېواد کې د ښکلې ښځې د ټاکلو دا پروګرام هر کال جوړیږي او هغه ښځې پکې ځان کاندیدولی شي چې واده یې کړی وي.

د راپورونو له مخې سږ کال د سریلانکا د کال ښکلې مېرمن پشپیکا سیلوا ټاکل شوې وه خو د هغې د ټاکل کېدو تر اعلان لږ وروسته  د لومړي مقام مخکینۍ خاوندې دعوه وکړه چې هغې خپل طلاق بېرته اخېستی او لومړۍ مقام له دې سره دی.

دا پروګرام د “سریلانکا مسز” په نوم سره یادېږي چې ګډونوالې باید د ښکلا انداز”سټایل” د سټېج پر سر وکړي او ځانګړې کمیټه ورته نومرې ورکوي.

د تېر کال لومړي مقام خاوندې حسن په داسې حال کې مداخله وکړه چې پشپیکا سیلوا د روان کال لومړي مقام خاونده اعلان شوه.

د معلوماتو پر بنسټ، د پروګرام تنظیموونکو پر خپله پرېکړه ټینګار وکړ او د ښکلا تاج یې د پیشپیکا پر سر ورکېښود.

وروسته پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک د تېر کال ملکې حسن انتقادي پوسټ وکړ او زیاته یې کړه، چې دا یوه نا مناسبه پرېکړه ده او باید دې ته یې حق ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب