جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد تخار د امنیت آمر په یوه جنايي پېښه کې ووژل شو

د تخار د امنیت آمر په یوه جنايي پېښه کې ووژل شو

تاند (سه شنبه د حمل ۲۴) د تخار د امنیت آمر محمد ابراهیم دور اندیش په یوه جنايي پېښه کې ووژل شو.

راپورونه وايي، نوموړی د یوه مجرم د نیولو لپاره په یوه لړ عملیاتو کې برخه اخیستې وه، چې نښته رامنځ ته شوې او وژل شوی دی.

د تخار د امنیه قومندانۍ د ویاند خلیل اسیر په خبره چې دور اندیش تېره شپه له ګڼو امنیتي ځواکونو سره د تالقان ښار د شهیدي په درېیم سړک د یوه مجرم د نیولو لپاره عملیات ترسره کول چې د یاد کس په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د معلوماتو پر اساس، هغه کس چې د تخار د امنیت په امر یې ډزې کړي د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...