شنبه, جولای 27, 2024
Homeروغتیاتر روژه مات وروسته د سګريټ څکول

تر روژه مات وروسته د سګريټ څکول

ژباړه : محمد طاهر (ابشار) هلمند

استنبول: په ترکيه کي د ګيرسن پوهنتون د طب د پوهنځۍ د زړه د ناروغيو د څانګي مشر ډاکټر قاغان قولان وايي چې د روژې په مبارکه مياشت کې له روژه ماتي څخه وروسته د سيګريټ څکول د زړه ناروغي زياتوي.

ډاکټر قولان وايي د روژې په مبارکه مياشت کي د روژه ماتي څخه وروسته ژر د سګريټ څکوونکو خلکو په بدن کي ټکانونه او د لاسونو او پښو په ريږديدو کي زياتوالی راځي ځکه چي له ډيرې وقفې وروسته د سګريټ په څکولو سره د بدن ټول دفاعي نظام ګډوډ کيږي، د داسي خلکو د زړه په ناروغی د اخته کيدو خطرونه هم زياتيږي. که چيري د روژه مات څخه د يوڅه زياتي وقفې وروسته سګريټ وڅکول سي دومره زيات ضرر نه لري.

ډاکټر قولان وايي چي د روژې په مبارکه مياشت کي د سګريټ په څکولو سره د شريانونو ديوالونو ته ډير زيات زيان رسيږي، چي د ټوله کال په اوږدوکي څومره ضرر رسيږي تر هغه څو چنده زيات وي. د طبي تحقيقاتو څخه معلوميږي چي د روژې په مياست کي د زړه د ناروغانو د مړيني کچه لوړيږي او په دې وخت کي سګريټ څکول هم د ناڅاپي مړيني سبب کيږي . هغوی زياته کړه چي د روژې د مبارکي مياشتي څخه به ګټه اخيستني سره بايد سګريټ څکول پرېښودل سي. کله چي څوک د ۱۲ څخه تر ۱۶ ساعتونو پوري ځان د سګريټ څکولوڅخه ژغورلای سي دا هم نا ممکنه نه ده چي د ټول عمر دپاره دي سګريټ پريږدي. که غواړی چي د سګريټ د څکولو څخه ځان خلاص کړی نو د روژې په مبارکه مياشت کي دا چاره په اسانه کيدای سي.

1 COMMENT

  1. باور مو وسه تنباکو په حقیقت کی یو غیر محسوس او بې رحمه تروریسټی موجود دی چی د بده مرغه د قضائی او حقوقی تعقیب څخه مبراء دی.
    یو سګریټ کښ کس شاید د بشر دوستی په روحیه سمبال وی خو باید دا حقیقت ومنی که یو ناروغ یا روغ کس ( بوډا، ماشوم، ښځه، ځوان او……) د یو سګریټ کښ د سګریټو د دود او بوی څخه په مستقیمه یا غیر مستقیمه اغیزمن سی نو د ناروغۍ او احتمالی مرګ عامل ئې د خدای تعالی په حضور کی همدا سګریټ کښ کس ګڼل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب