جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکاناډايي ديپلومات: په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه باید پای ته...

کاناډايي ديپلومات: په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه باید پای ته ورسیږي

تاند(سه شنبه، د حمل ۲۴) د پاکستان استخباراتي اداره د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو په لټه کې ده.

کاناډايي ديپلومات او د سیاسي مسایلو څارونکي چیریس الکساندر د استانبول په ناسته کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو او ناکامولو په لټه کې ده.

 نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې باید د پاکستان استخباراتي او نیابتي جګړه نوره پای ته ورسول شي.

هغه نړیوالو ته په خطاب ویلي، یو څوک باید پیدا شي چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پای ته ورسوي او د مذاکراتو د ناکامولو لپاره ددغه هېواد هڅې ناکامې کړي.

ددې تر څنګ ګڼو نورو سیاسي څېرو هم د استانبول د کنفرانس لپاره د طالبانو نه تیاری او په دې اړه خپاره شوي راپورونه د تاسف وړ بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلان به یې کړي.

هیره دې نه وي چې نن ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ ګړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي.

نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي.

ملګرو ملتونو؛ د ترکیې د ناستې په درشل کې ګډون کوونکو ته د افغانستان په اړه ځینې مهم موارد د هوکړې په موخه سپارلي

2 COMMENTS

  1. بلی یو څوک لکه امریکا او انګلیس موجوددی چی د پنجابی پاکستان تخریبکاره شیطانت ته د پای ټکۍ کیږدی اما دا دواړه مملکتونه دا نه غواړی او د فریبیو توطیو لپاره ئي پنجابی پاکستان مخ ته کړۍ دی ، جو بایدن یو وخت واضح ویلی وو چی امریکا ته پاکستان د افغانستان څخه ډیر زیات اهمیت لری ، ددی صلحی ډرامی باندی افغان ملت ته دوکه ورکول کیږی ، دا کاملآ ښکاره دی چی د قاتلانو او اجنبیو غلامانو تر مینځ صلحه هیڅوخت د ملت صلحه نشی کیدای ، که امریکا صادقانه په افغانستان کښی د افغان ملت لپاره د صلحی نیت لری نو امریکا باید پنجابی پاکستان نورو مردودو شیطانیو ته پری نږدی او د کابل قاتلان او غلامان ( چی دوی د امریکا ، روس ، انګلیس ، پنجابی پاکستان او اخوندی ایران غلامی ځنځیرونه لری ) د مصنوعی سیاسی دایری څخه بهر کړی او ددوی څخه اخستل شوی ډالر ملت ته وسپارل شی او دوی بین الملی قضی ته وړاندی کړۍ شی ، ددی ټولو قاتلانو تولید د امریکا له خوا صورت موندلۍ ( د مضر خلیلزاد تر رهبری لاندی د ۱۹۸۱ کال څخه شروع ، خلیلزاد باید د افغانستان موضوع څخه خارج کړۍ شی ) دی او یوازی امریکا دا د ملت مضر مکروبونه له مینځه وړۍ شی که امریکا دا کار نه کول غواړی نو معلومیږی چی افغان ملت تباهی ته خائین پلان تر مخه دی !!!!

  2. ددې کاناډي چې نوم دلته سهوا چیریس ليکل شوی نوم یې کرس الکساندر دی، د کانادا د هيواد یو پخوانی ديبلوات او ګمان کوم بیا په افغانستان کې د کانادا سفیر پاتی شوی. هغه ددې منطقې په هکله ډېر معلومات لري. زه هیله مند یم چې دده په شان نور دیپلوماتان هم نړې ته د پاکستان د دوه مخې او شیطانی چار چلند په هکله معلومات ورکړي. تر څو د افغانانو فعلې ستونزی نورې نړۍ ته واضح او څرګندې شي او په دی ډول د پاکستان په فاسد او شيطانی حکومت نړیوال فشارونه لا زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب