جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+آی پي اېل: نن ماښام کلکته له ممبۍ لوبډلې سره لوبېږي

آی پي اېل: نن ماښام کلکته له ممبۍ لوبډلې سره لوبېږي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۲۴) د هند د سوداګریزو لوبو په پینځمه لوبه کې نن ماښام کلکته نایټ رایډرز لوبډله له ممبۍ انډينز لوبډلې سره لوبېږي.

د یادو لوبو څلورمه لوبه د پنجاب کېنګز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ خورا په زړه پورې وه.

د څلورمې لوبې په پيل کې راجستان رايلز پچه وګټله او لومړى يې پنجاب کېنګز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کېنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢١ منډې وکړې.

لوکيش راهول ٩١، ديپک هوډا ٦٤ او کريس ګيل ٤٠ منډې وکړې.

راجستان له پاره چيتن سکاريا ٣، کريس موريس ٢ او ريان پرګ ١ لوبغاړي وسوځول.

راجستان رايلز که څه هم په زړه پورې لوبه وکړه خو بریالۍ نه شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٧ منډې وکړې او لوبه یې  د ٤ منډو په توپير بایلوده.

لوبډلمشر سنجو سمسون په ٦٣ توپونو يې ١١٩ منډې وکړې.

د پنجاب کنګز له خوا ارشديپ سينګ ٣، محمد شامي ٢ لوبغاړي وسوځول.

د آی پې اېل پنځمه لوبه نن د اپريل په ١٣مه نېټه د کلکته نايټ رايډرز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب