جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهامریکایي او ترک چارواکو د استانبول ناستې په اړه خبرې کړي دي

امریکایي او ترک چارواکو د استانبول ناستې په اړه خبرې کړي دي

تاند(سه شنبه، د حمل ۲۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپل ترک سیال سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې ده له خپل امریکایي سیال سره د افغان سولې په اړه ګټورې ټلفوني خبرې اترې کړې دي.

اوغلو پر خپل ټویټر لیکلي، چې ده له انټوني بلینکن سره ګټورې او رغوونکې ټلفوني خبرې لرلې.

نوموړي زیاته کړې چې په دې ټلفوني مکالمه کې دوی پر خپلې اجنډا، د افغان سولې پر بهیر او د افغان سولې په اړه د استانبول پر کنفرانس خبرې شوې دي.

د ویلو ده چې تر اوسه د استانبول ناستې کره نیټه معلومه نه ده خو افغان دولت ویلي چې ښایي بله اوونۍ ترسره شي.

په همدې حال کې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلان به یې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په تلیفوني مکالمه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

ایراني لوري ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

اتمر هم د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ده او په خبره یې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ او دایمي ثبات سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب