Homeخبرونهبغلان کې د ډبرو سکرو د کان ښوییدو له امله پنځه کسان...

بغلان کې د ډبرو سکرو د کان ښوییدو له امله پنځه کسان مړه شوي

تاند(سه شنبه، د حمل ۲۴) د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو کان د ښویېدو پېښه کې پنځه کارګر مړه شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت رسنیو ته ویلي چې، دا پېښه نن د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې کان کېندونکي د ډبرو سکرو کان کې د کار کولو په حال کې وو چې د کان یوه ستره برخه ورباندې را ښویېدلې او کارکوونکي یې لاندي کړي دي.

بشارت زیاته کړې چې مرستندویه ډله سیمې ته رسېدلې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په کان کېندنه کې کارګر مړه کېږي بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله ورته پیښې رامنځته شوي دي او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...