شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله طالبانو ته؛ روژې ته په درناوي تاوتریخوالی کم کړئ

عبدالله طالبانو ته؛ روژې ته په درناوي تاوتریخوالی کم کړئ

تاند ( سې شنبه، د حمل ۲۴ ) د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، وسلوال طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په احترام تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کېږدي.

هغه د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او دغې مبارکې میاشتې ته په درناوي دې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، ټولو افغانانو ته په کار ده چې په ګډه په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي څو دا جګړه ځلی هېواد تلپاتې او عادلانه سولې ته ورسېږي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د افغانانو برحقه غوښتنه ومني او سولې ته د ریښتینې ارادې څرګندولو په موخه دې په روژه میاشت کې اوربند وکړي.

ورته مهال ولسمشر غني هم له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو طالبانو بیا په وار وار د افغان چارواکو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به د مېز پر سر خبرې کېږي.

ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر په خپلو څرګندونو کې دغه راز له دیني علماوو هم غوښتي چې په خپلو بیانیو او ویناوو کې خلک سولې ته وهڅوي، د جګړو په کمولو کې خپل رول ادا کړي او خپل ولسونه د یو بل لاسنیوي او مرستې ته راوبولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني په ګډون د هېواد ډېر شمېر لوړپوړو چارواکو، سیاسیون، مدني ټولنو او بنسټونو د روژې په مناسبت خپرو کړو پیغامونو کې له ښکېلو اړخونو غوښتي څو دې میاشت ته په احترام له جګړو لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب