دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهجلال‌اباد کې لګېدلي اور مالي زیانونه اړولي

جلال‌اباد کې لګېدلي اور مالي زیانونه اړولي

تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي  ۲۳مه) د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې کې د لرګیو پلورنځیو په یوه ټالکې لویه اور لګېدلی.

د دغه اور له امله سیمه کې خلکو ته د میلیونونو افغانیو زیان اوښتی دی.

د ننګرهار د نجارانو ټولنې مسوولان وايي چې دغه اور لګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله پېښه شوې چې، د لرګیو پلورنځیو ته یې سخت زیان اړولی.

ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، چې په دې ولایت کې د ننني اور لګېدنې د زیانونو په اړه کره معلومات نشته.

په دغه ولایت کې د اور وژنې ادارې ویلي چې، هڅه کوي اور مهار کړي څو د زیاتو زیانونو مخنیوی وشي.

دغه اور نن سهار شپږ بجې لګېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...