تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۲۳مه) د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې، د جاپان حکومت د افغانستان د روغتیايي خدمتونو برخه کې ۲۴۰ زره امریکایي ډالر بشري مرسته کړې ده.
د دغه سازمان د راپور له مخې، دا مرسته د جاپان د حکومت او ولس د دوامداره ژمنتیا هغه برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې د اساسي روغتیايي خدمتونو ساتنه او پیاوړتیا ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ځانګړې شوې بودیجه به د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي.
سرچینه وایي چې، دغه مرسته به تر ټولو زیانمنو افغانانو ته ځانګړې شي چې پکې مېرمنې، ماشومان او بېځایه شوې کورنۍ شاملې دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د دې مرستې یوه مهمه برخه به د نشهيي توکو د درملنې مرکزونو د دوام لپاره وکارول شي او همدارنګه به د بیړنیو طبي توکو د رسېدنې برخه کې ولګول شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ویلي، د جاپان ملاتړ په دې حساس وخت کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري او دا سازمان ته دا وړتیا ورکوي چې په چټک ډول اړمنو افغانانو ته روغتیايي خدماتونه ورسوي.
بلخوا، په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي چې هېواد یې د افغانانو روانو ستونزو ته اندېښمن دی او ژمن دی چې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا له لارې د افغان ولس روغتیا او راتلونکې هوساینه پیاوړې کړي.