پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهجرمني له پاکستان څخه وروستي منل شوي افغانان هم لېږدوي

جرمني له پاکستان څخه وروستي منل شوي افغانان هم لېږدوي

تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي  ۲۳مه) جرمني ویلي چې ډېر ژر به له ۴۰۰ څخه زیات افغان کډوال چې په پاکستان کې ایسار دي، جرمني ته ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هغه اوږده بې‌ثباتي به ختمه کړي چې، له ۴۰۰ څخه ډېر افغان کډوال په پاکستان کې ورسره مخ دي، دغه کسان به نور جرمني ته انتقال کړي.

د وروستي اقدام په ترڅ کې، تېره جمعه ۳۲ افغان کډوال د ځانګړې چارټر الوتنې له لارې جرمني ته ولېږدول شول چې دا د دغو کډوالو د اوږده ځنډ لپاره ښه او مهم ګام و.

د جرمني د ورځپاڼې ډي وییلټ د راپور له مخې، د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې ویلي، چې ۴۱۰ کسان د انتقال په تمه دي او د هغوی دوسیې له پاکستان څخه د وتلو لپاره د تایید وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واک ته بېرته ستنېدو وروسته، جرمني هغه افغانان د بشري ویزو له لارې ومنل چې له خطر سره مخ بلل کېدل، چې پکې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او د جرمني بنسټونو پخواني سیمه‌ییز کارکوونکي پکې شامل و.

ډېری افغان کډوال له دې وروسته پاکستان ته ولېږدېدل چې جرمني ته د منلو لومړنۍ ژمنې ورسره شوې وې، خو د اداري بهیر ځنډونو سلګونه کسان له قانوني او د استوګنې ستونزو سره مخ کړل.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دې ډله کې ۳۶۰ خبریالان، د حقونو فعالان، او همدارنګه ۵۰ هغه پخواني محلي کارکوونکي دي چې په افغانستان کې یې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.

چارواکو زیاته کړه چې جرمني به هغو کسانو ته هم مالي مرسته برابره کړي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته بېرته ستانه شي یا بل درېیم هېواد ته کډه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...