Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډ په اړه خپاره شوي...

هند له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډ په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

تاند(سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) ‏د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې رسمي څانګې ویلي، چې د ایران د روانو کړکېچونو او ناکراریو له امله افغانستان سره د سوداګرۍ د موقت ځنډ خبرونه ناسم دي.

د یاد وزارت په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکی لیک او خبرونه، چې ادعا کوي هند د ایران د بې ثباتۍ له کبله د افغانستان سره سوداګرۍ ځنډولې، جعلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دا د پاکستاني جعلي ټولنیزو اکونټونو پروپاګند دی.

تازه داسې خبرونه خپاره شول، چې په ایران کې د روانې زیاتېدونکې بې ثباتۍ او ناکرارۍ له امله هند افغانستان سره سوداګري تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...