Homeخبرونهکرکټ بورډ: ‏شاپور ځدراڼ به د درملنې لپاره هند ته واستول شي

کرکټ بورډ: ‏شاپور ځدراڼ به د درملنې لپاره هند ته واستول شي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، سیدنسیم سادات ویلي هڅه کوي څو د هېواد پخوانی چټک توپ اچوونکی، شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره هند ته ولېږي.

سادات وايي، ځدراڼ ته د هند ویزې اخیستلو هڅه کې دي او په راتلونکو ورځو کې به یې ترتیبات وشي.

د نولس کلنې افغان لوبډلې روزونکي، رییس احمدزي مخکې ویلي وو چې د شاپور ځدراڼ د وینې سپین کرویات کمېږي.

ګڼ شمېر افغانانو د شاپور ځدراڼ په ناروغۍ خواشيني ښودلې او د هغه د روغتیا لپاره یې دعاوې کړې دي.

د کرکټ شنونکو پر کرکټ بورډ غږ کړی چې، ژر د هغه درملنې ته ور ودانګې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...