Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د بند پاتې افغان ترانزیټي توکو صادرېدو ته اجازه ورکړه

پاکستان د بند پاتې افغان ترانزیټي توکو صادرېدو ته اجازه ورکړه

تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۲۳مه) ‏د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ټرانزیټي توکي چې اوس مهال کراچۍ او ګوادر بندرونو اومختلفو کرښو کې بند دي، د صادرولو اجازه ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې دا اجازه د صادروونکو له غوښتنې وروسته ورکړل شوې ده.

خبرپانه کې ویل شوی، چې دغه پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) له ځانګړي استثنا وروسته شوې ده.

د طالبانو د حکومت اړوندو ادارو تر اوسه د پاکستان د دغه اقدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلای.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې کېږي، چې پر فرضي کرښه د طالبانو او پاکستان سوداګري په بشپړه توګه تړل شوې ده.

دا سوداګري وروسته له هغې بنده شوه کله چې پاکستان پر افغان خاوره برید وکړ او ورسره هممهاله یې لارې وتړلې.

خو وروسته د طالبانو حکومت هم له پاکستان سره د هر راز سوداګرۍ د ختمېدو پرېکړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...