تاند (سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت مسوولانو په یوه تازه پرېکړه کې ویلي چې، له دې وروسته ریکشا چلوونکي اجازه نه لري چې د ښار دننه عمومي سړکونو باندې تګ راتګ وکړي.
د طالبانو د ترافیکو مدیریت د ریکشاګانو لپاره ځانګړي خطالسیرونه او ساحې ټاکلي او د دغې پرېکړې له مخې ریکشا چلوونکي مکلف دي چې، یوازې په هماغو مشخصو ساحو کې فعالیت وکړي او له هغو لارو او سیمو څخه چې تګ راتګ پکې منع اعلان شوی، په کلکه ډډه وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه څوک چې له ټاکل شویو اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي، د نافذه قوانینو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
تازه پرېکړه کې د ریکشاوو منع شوې لارې او سیمې:
1:د جاندارم پل څخه د ښار په لور عمومي سړک
2:د زراعت ریاست څخه د چوک تلاشي په لور
3:د چپرهار هډې څخه د چوک تلاشي په لور
4:د لغمان هډې څخه د چوک تلاشي په لور
5:د چشمه خانجي چوک څخه د افغانستان بانک په لور هېڅ ریکشا ته د ننوتلو اجازه نشته.
مسوولان وایي د دې کار موخه د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب، او د سړکونو د بېنظمۍ مخنیوی دی.
بل لورته بیا ریکشاچلوونکي او عام خلک دا پرېکړه د دوی په حق کې ظلم بولي.
د نظر خاوندان د نظم د ټینګښت ملاتړي دي خو ټینګار کوي چې، لومړی باید خلکو ته د تګ راتګ د وسایطو زمینه برابزه شوې وای، بیا دا پرېکړه عملي شوې وای.
دوی وایي، عام خلک، سپین ږیري او عمرخوړلې ښځې به د عمومي لارو پر سر څنګه ښار ته د خپل مشکل حل لپاره ځان رسوي چې، دا لویه پوښتنه ده.
دا هم حقیقت دی چې رکشې د حده زیاتې او ډیره اله ګوله یې جوړه کړې مګر په هیواد کې خلکو ته د کوم بل کار زمینه هم نده برابره چې خلک پرې خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي. د بندیز نه وړاندې باید د خلکو ستونځې هم په نظر کې ونیول شي د زیات عمر کسان او مریضان به څه کوي؟ دوی کوم بل ښاري بس یا ترانسپورت لري؟ که یواځې موټر او ټیکسي ته اجازه وي خلک ددې توان لري؟ د خلکو او رکشه والو مشکل باید دواړه په نظر کې ونیول شي.