پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد هیوادونو د پارسپورټونو په نوې درجه‌بندۍ کې څه بدلون راغلی

د هیوادونو د پارسپورټونو په نوې درجه‌بندۍ کې څه بدلون راغلی

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۳ مه) د هنلي پاسپورټ معتبر او پېژندل شوی شاخص (Henley Passport Index) د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړۍ د هیوادونو د پارسپورټونو تازه درجه‌بندي خپره کړې ده.

د نړیوالو خبري سرچینو د راپور له مخې، دا درجه‌بندي پر دې بنسټ چمتو شوې چې د هر هېواد وګړي د خپل پاسپورټ په وسیله څو هېوادونو ته بې‌ویزې یا د رسېدو پر مهال ویزه ترلاسه کولی شي.

د روان کال په درجه‌بندۍ کې اسیايي هېوادونه څرګند ډول مخکې شوي دي.

سینګاپور له پرله‌پسې څو کلونو راهیسي لومړی مقام خپلوي. د دغه هیواد وګړي د نړۍ له ۲۲۷ هېوادونو او سیمو څخه ۱۹۲ ته بې‌ویزې تللی یا له رسېدو سره سم وېزه ترلاسه کولی شي. جاپان او جنوبي کوریا په ګډه دوهم مقام لري، چې پاسپورټونه یې په ۱۸۸ هېوادونو کې وېزې ته اړتیا نه لري.

کارپوهان وايي، د اسیايي هېوادونو دا برلاسي د سیاسي ثبات، اغېزمنې ډیپلوماسۍ او نړیوال باور پایله ده. خو په عمومي ډول ډېر اروپايي هېوادونه هم د دې درجه بندۍ په لومړي کتار کې شامل دي.

ډنمارک، لوګزامبورګ، هسپانیا، سویډن او سویس په ګډه درېیم مقام لري، چې وګړي یې ۱۸۶ هېوادونو ته بې‌ویزې سفر کولی شي. په څلورم مقام کې د جرمني، فرانسې، ایټالیا او هالنډ په ګډون لس اروپايي هېوادونه شامل دي، چې پاسپورټونه یې په ۱۸۵ هېوادونو کې وېزې ته اړتیا نه لري.

 متحده عربي اماراتو په دې شاخص کې د پام وړ پرمختګ کړی او پنځم مقام یې خپل کړی، چې د هنلي شاخص د شلو کلونو په تاریخ کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.

د راپور له مخې، له ۲۰۰۶ کال راهیسې اماراتو ۱۴۹ نوې بې‌ویزې منزلونه ترلاسه کړي او د ۵۷ درجو په ښه‌والي سره پورته تللي، چې دا د اغېزمنو ډیپلوماټیکو تګلارو او د ویزې د اسانتیاوو پایله ده.

له بلې خوا، د امریکا او بریتانیا درجه‌بندي پرله‌پسې ټیټېږي. بریتانیا په یوه کال کې تر ټولو ډېر مقام له لاسه ورکړی او اوس په بریتانیايي پاسپورټ ۱۸۲ هېوادونو ته بې‌ویزې سفر کېدای شي او اووم مقام لري، په داسې حال کې چې امریکا د ۱۷۹ هېوادونو ته د بې‌ویزې سفر له اسانتیا سره لسم مقام خپل کړی دی.

افغانستان، عراق، سوریه او پاکستان د لیست په پای کې دي.

د افغانستان د پاسپورت مقام ۱۰۱م دی، چې وګړي یې یوازې ۲۴ هېوادونو ته بې‌ویزې سفر کولی شي. سوریه او عراق په ترتیب سره په ۱۰۰م او ۹۹م مقام کې دي، او پاکستان له یمن سره په ګډه ۹۸م مقام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...