پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+جبر /  خوشال درانی

جبر /  خوشال درانی

«هغه» مې ډېر وخت وروسته ولیده.

لومړی مې پرې د یوې زړې ښځې گومان وکړ. د عمر بار یې پر ملا داسې پروت و، لکه کلونه چې نه وي تېر شوي، بلکې ورباندې غورځېدلي وي. غوښتل مې لاره ترې واړوم؛ خو هغې راغږ کړ:

— ناځوانه! چې خپله دې نه کړم، اوس لاره هم بېلوې؟

ودرېدم.

غږ یې ناست و؛ هغه پخوانی شور پکې نه و. داسې غږ، لکه د کور ورانېدو وروسته پاتې دېوال.

ورو مې وویل:

— وبښه… ومې نه پېژندلې؟

هغې د کړس خندا هڅه وکړه؛ خو خندا یې نیمه لار کې مړه شوه. لاس یې خولې ته یووړ، لکه درد چې تر خندا تېز و.

چادري یې ورو پورته کړه:

— اوس خو به دې پېژندلې یم؟

له خولې مې اه وخوت:

— ته…!؟

— هو، زه.

د زړه درزا مې خپله اورېده.

— دا په تا څه شوي؟

ویې ویل:

— ټول سړي همداسې دي.

ځان ته دې وگوره… هېڅ فرق دې نه دی کړی. اوس هم هماغسې یې!

ورته مې ورو وویل:

تن مې د شنې نکرېزې پاڼه

بهر تازه، دننه رنگ په وینو یمه

هغې سترگې راواړولې:

— اوس هم خپله گناه په شعر کې پټوې؟ اوس هم د پخوا په څېر ځواب نه لرې.

سر مې ښکته کړ.

— موږ بد خلک نه وو… خو ستا کورنۍ غټه ویله. قسمت هم زموږ په خوا نه و. زموږ دواړو ژوند ته ستا پلار او وروڼو تېلی ورته کړ…

هغې وخندل.

— کلونه تېر شول؛ خو ستا غږ هماغسې دی.

لکه د ماښام اذان چې له غرونو راښکته کېږي… ښکلی، خو بې‌وسه او آن ناخبره… ستا کورنۍ تر اوسه له تا رښتیا پټ کړي دي.

پلار دې نه غوښتل چې زه ستا شم. زما واده هم ستا د پلار په پیسو وشو. هغه به ویل: نه ما په خوښه واده کړی، نه مې پلار او نه مې نیکونو دا منله چې هلک دې په خپله خوښه واده وکړي. خو ملامتي به یې زموږ پر کورنۍ ور اچوله.

تا چې اوس هم کلي ته نه را پرېږدي، نه غواړي چې ته هم پر دې راز خبر شې.

غلی ودرېدم.

دا چوپتیا زما اعتراف و.

هغې لاسونه ټینګ کړل.

د بنگړیو غږ یې د هغو ژمنو جنازه وه چې نه پوره شوې وي او نه ښخې شوې.

ورو مې وویل:

— داسې به نه وي…؟

ویې ویل:

— ورشه، لومړی زما له خاوند وپوښته. ستا د پلار له ډاره راته طلاق نه راکوي؛ گنې اوس به وختي د پلار کره وم. زه اوس د اوو اولادونو مور یم. خو خسرگنۍ مې لا هم راته په ښه سترگه نه گوري. که هر ساعت نه وي، ورځ کې خو حتماً ستا د مینې پېغور راکول کېږي.

سترگې یې له اوښکو ډکې شوې:

— آن بچیانو ته مې وايي:

د ښې مور اولادونه نه یئ… سبا به تاسې هم چېرته زړونه وبایلئ.

غریو یې واخیسته.

غوښتل یې نورې خبرې هم وکړي؛ خو زما ذهن له هغو شېبو ډک شو چې هر ځل به مې کلي ته د تگ اراده وکړه، هماغه ورځ به یې راته یو نوی کار راوسپاره. حتی کلیوال به چې راغلل، زه به یې له هغوی سره یوازې نه پرېښودم.

لس کاله مې خپلې کورنۍ د مرغۍ په څېر په قفس کې ساتلی وم.

خو زه د قفس دننه وم… او دروازه مې خپله تړلې وه.

هغې ورو وویل:

— نور بس دی. زما کورنۍ مه ملامته وه. حساب له پلار او وروڼو سره وکړه. رښتیا ستا ژوند څنگه دی؟

بس تېرېږي… تا دا خبرې ډېرې ناوخته وکړې.

ـ ځینې خبرې که ناوخته وویل شي، نه دعا  وي او نه عذاب.

ما وویل:

— هو…

ځینې مینې که ناوخته پاتې شي، ژوند نه وي… سزا وي.

هغې مخ واړاوه.

سلگۍ یې په ژړا بدلې شوې او خپل قدمونه یې چټک کړل.

زه هم روان شوم؛ خو د داسې مجرم په څېر چې نه بښل شوی وي او نه یې قاضي د اعدام سزا ورکوي.

ــــ ــــ ــــــــ

خوشال درانی

کابل

۲۰۲۶/۰۱/۱۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...