تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۴مه) د «اکسیوس» رسنۍ خبریال باراک راوید د سېشنبې په ماسپښین، د مرغومي ۲۳مه، راپور ورکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکاف د ایران له پخواني ولیعهد، شهزاده رضا پهلوي، سره «په پټه» لیدلي او خبرې کړې دي.
راوید د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی افشا شوی، لیکلي چې د دې لیدنې اصلي محور په ایران کې روان پراخ ولسي اعتراضونه وو.
تر اوسه امریکايي چارواکو دا خبر په رسمي ډول نه دی تأیید کړی.
سټیو وېټکاف تر دې وړاندې د اسلامي جمهوریت له استازو سره د اتومي مذاکراتو پر مهال د ډونالډ ټرمپ استازی و.
رضا پهلوي او د ایران اعتراضونه
شهزاده رضا پهلوي د اسلامي جمهوریت تر ټولو پېژندل شوی مخالف شخصیت بلل کېږي. نوموړي د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو په ایران کې له خلکو د اعتراضي لاریونونو غوښتنه کړې وه. د خپرو شویو راپورونو او ویډیوګانو له مخې، په دغو اعتراضونو کې ډېر شمېر خلکو ګډون کړی وو او د اسلامي جمهوریت د چارواکو او د هغوی د سیاستونو پر ضد یې شعارونه ورکړي وو.
د همدې لاریونونو پر مهال، د اسلامي جمهوریت پوځي او امنیتي ځواکونو د معترضانو خلاف له پراخ تاوتریخوالی کار اخیستی او ډزې یې پرې کړي دي. د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، په دې پېښو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
د نړیوالو غبرګونونه
په داسي حال کې چې پر ایران د امریکا د حملې احتمال په ډېرېدو دی، د کاناډا حکومت د سېشنبې په ورځ، د مرغومي ۲۳مه، په ایران کې مېشتو کاناډایانو ته خبرداری ورکړ چې «که امکان ولري او خوندي وي، همدا اوس دې له ایرانه ووځي». دا خبرتیا څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، د ایران د معترضانو ته د واشنګټن مرستې په لاره دي.
د امریکا جمهوريپال سناتور لېنډزي ګراهام ویلي چې د ټرمپ د پیغام معنا دا ده: «پر ایران د پراخو پوځي، سایبري او رواني جګړې بریدونو څپه.»
تر دې وړاندې، یو شمېر نورو هېوادونو هم له خپلو اتباعو غوښتي وو چې له ایرانه ووځي. فرانسې هم د مرغومي په ۲۲مه اعلان وکړ چې په تهران کې یې د خپل سفارت «غیر ضروري کارکوونکي» ایستلي دي.
د ټرمپ توند دریځ
د امریکا ولسمشر له ایراني معترضانو وغوښتل چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او ویې ویل چې مرستې ور روانې دي.
ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ، د مرغومي ۲۳مه، په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې د ایران وضعیت «کرکجن» وباله او ویې لیکل:
«ایراني وطنپالو! اعتراض ته دوام ورکړئ. خپل بنسټونه په خپل لاس کې واخلئ!! د قاتلانو او ځوروونکو نومونه ثبت او خوندي کړئ. هغوی به درنه بیه ورکړي.»
نوموړي زیاته کړه:
«ما تر هغه وخته له ایراني چارواکو سره ټولې لیدنې لغوه کړې دي، تر څو چې د معترضانو وژنه بنده نه شي. مرسته در روانه ده. ایران یو ځل بیا ستر کړئ.»