پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د یوه خبریال په ګډون ۳ تنه له برمته...

په ننګرهار کې د یوه خبریال په ګډون ۳ تنه له برمته ګرو خلاص شول

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په ننګرهار کې یې د راډیو یو خبریال او دوه نور کسان له تښتوونکو ژغورلي دي.

وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا درې تنه د یکشنبې په ورځ په شیخ مصري مېنه کې تښتول شوي و او د هغو د برمته کېدو په تړاو یې پنځه نیولي دي.

طالبانو د دوو نورو کسانو یا هغو کسانو د هویت په اړه چې په تښتونه کې یې لاس درلود، جزئیات نه دي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، خبریال او دوه تنه نور په ننګرهار کې له تښتوونکو څخه د دې ډلې د ځانګړو پولیسو د قطعو د عمومي قوماندانۍ د ۹۹۹مې قطعې د ځواکونو له خوا خوشي شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیسو عملیاتو شپږ ساعته دوام وکړ او په پایله کې یې د تښتول شویو کسانو پر خلاصون سربیره د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ونیول شول.

طالبانو ویلي چې پنځه تنه نیولي کسان یې وروسته له دې قضایی چارواکو ته وسپارل، چې له هغوی څخه یې پوښتنې – ګروېږنې بشپړې کړې.

1 COMMENT

  1. نالوستی او بیسواده طالبانو ته چ حکومت کی ورته ځای نشته او په کورونو ناست دوی هر وخت اختطاف کوی او د موټرو غلاوې کوی. زمونږه موټر هم مسلحو کسانو چی ټول طالبان ښکاریدل په زوره واخستل شو او له ځانه سره یی یووړ. تر نن ورځی زمونږه د موټر درک ونشو. دوی ښځی غیی پدی اسلامی حکومت له امنیت سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب