پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسیګار وايي، امریکا په افغانستان کې د مخدرو موادو پر مخنیوي ۹...

سیګار وايي، امریکا په افغانستان کې د مخدرو موادو پر مخنیوي ۹ میلیارد ډالره ولګول

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی سرمفتش (سیګار) اعلان وکړ چې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره پر مبارزې له ۹ ملیارد ډالرو مصرف سره سره د امریکا حکومت په دې هیواد کې د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه کې ناکام شو.

خو د ځینو کارپوهانو په وینا، د طالبانو سخت قوانین په افغانستان کې د نشه یی توکو په تولید، قاچاق او مصرف کې د کمښت لامل شوی دی.

سیګار یادونه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۳مه، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده یو فرمان صادر کړ چې په افغانستان کې یې د ټولو نشه یی توکو تولید، پلور، پروسیس او مصرف منع کړ.

سره له دې چې امریکا او د افغانستان پخواني دولت د کوکنارو د بدیل په توګه له کروندګرو سره مرستې کولې خو هغه مرستې دومره نه وې چې د کوکنارو د حاصل له درکه د ترلاسه کېدونکي عاید ځای ونیسي خو طالبان بې له دې چې کروندګرو ته بدیل ورکړي په وچ زور کوکنار منع کړي او په دې کار کې تر ډېره بریالي شوي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب