جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا او فلیپین موافقه: افغانان به امریکا ته تر تلو مخکې...

د امریکا او فلیپین موافقه: افغانان به امریکا ته تر تلو مخکې په فلیپین کې دیره کېږي

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له فلیپین سره یوې موافقې ته رسیدلی چې پر اساس یې دا هیواد”محدود شمیر” افغانانو ته اجازه ورکوي چې هلته لاړ شي او په متحدو ایالتونوکې تر بیا مېشتېدو پورې انتظار وباسي.

د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “متحده ایالات او فلیپین یوې موافقې ته رسیدلي چې محدود شمیر افغان اتباعو ته اجازه ورکول کېږي چې فلیپین ته لاړ شي ترڅو د د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIVs) لپاره د پروسس پړاو تر بشپړېدو وروسته امریکا ته ولېږدول شي.”

په مانیلا کې د متحدو ایالتونو سفارت زیاته کړې چې د پروګرام مهالویش لاهم د دواړو حکومتونو له خوا خبرې کیږي.

د سفارت ویاند خبریالانو ته وویل، د موافقې له مخې، تقاضاکوونکي به په هغو تاسیساتو کې پاتې شي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د ځای پرځای کولو د هڅو د همغږي کوونکي له خوا اداره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب