جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، پر پوله د دېوال جوړول د ایران حق دی

طالبان وايي، پر پوله د دېوال جوړول د ایران حق دی

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د ایران له لوري له افغانستان سره په ګډه پوله د دوېوال د درولو په اړه د طالبانو حکومت په لومړني غبرګون کې وویل چې دا د ایران حق دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو د حکومت مرستیال ویندوی حمد الله فطرات وویل، “ایران غواړي چې په خپله خاوره کې پوله بنده کړي، دا د ایران حق دی چې دا پروژه اجرا کوي، او کولی شی د خپلو سرحدونو د ښه امنیت لپاره امنیتي ګامونه واخلي. ایران به د پولې د بندولو پروژه تطبیق له اسلامي امارت سره په موافقې او همغږۍ اجرا کړي.”

د ایران د پوځ د مځکنیو ځواکونو قوماندان سیروس امان الهي مخکې ویلي و: “د ایران او افغانستان ترمنځ د راکړو ورکړو او نورو تعاملاتو د کچې د زیاتوالي له امله، موږ په ګډو سرحدونو کې د امنیت د زیاتوالي شاهدان یوو، او د وسله والو او امنیتي ځواکونو په حضور امنیت دوه برابره ښه شوی دی.”

هغه د ایران ختیځې پولې ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: “د دې لپاره چې په ایران کې دننه دوامداره امنیت ډاډمن شي، له افغانستان سره د ایران د ۳۳۰ کیلومتره ختیځې پولې د بندولو پروژه به د دې کال تر پایه بشپړه شي.”

د ایراني چارواکي په وینا، په رضوي خراسان، جنوبي خراسان، او سیستان او بلوچستان ولایتونو کې د سرحدونو د بندولو چارې به په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړې شي.

ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د راستنولو بهیر چټک کړی دی خو یو شمېر ایراني چارواکي وايي، تر څو چې یې خپلې پولې بشپړې کنټرول کړي نه وي، د کډوالو د ورتګ ستونزه نه حل کېږي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په افغانستان کې د بې روزګارۍ د ډېرېدو او اقتصادي بحران له کبله میلیونونه افغانان ایران ته ولاړل چې له کبله یې په ایران کې له افغانانو سره عمومي حساسیت زیات شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب