جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامربالمعروف: ۲۸۰ تنه مو د ږیرې د خرېیلو په خاطر له امنیتي...

امربالمعروف: ۲۸۰ تنه مو د ږیرې د خرېیلو په خاطر له امنیتي ځواکونو ایستلي

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت نن (سې شنبې) وویل، ځواکونو یې ۲۸۰ پولیس د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په دې خاطر ایستلي چې ږیرې یې نه وې پرېښي او په تېر یوه کال کې یې ۱۳ زره تنه د غیراخلاقي اعمالو په تور نیولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو نن (سې شنبې) د خپلو کالني فعالیت په باب د معلومات ورکولو په مهال وویل چې د نیول شویو کسانو نیمايي یې له ۲۴ ساعتونو وروسته خوشي کړي دي.

دوی د نیول شویو کسانو د جرم د څرنګوالي او د هغوی د جنسیت په اړه وضاحت ورنه کړ.

تر دې مخکې نړیوالو رسنیو په ځلونو د طالبانو له لوري په معمولي تورونو او یا داسي تورونو چې د نړۍ په هیڅ خای کې جرم نه ګڼل کېږي د خلکو د نیونو او ځورونو راپورونه ورکړي دي خو د طالبانو ویندویانو تل دا راپورونه رد کړي وو.

 د امربالمعروف وزارت د پلان او مقرراتو ريیس محب الله مخلص په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د وزارت کارکوونکو یې په تېر یوه کال کې ۲۱ زره ۳۲۸ د موسیقي الې ویجاړې کړي او د کمپیوټر زرګونه کاروونکي یې د غیراخلاقي فلمونو له پلورلو راګرځولي دي.

ده د ۲۸۱ امنیتي ځواکونو یادونه هم وکړه چې د ږیرې د خرحېلو په خاطر له دندو ګوښه کړل شوي دي.

6 COMMENTS

  1. ږېره پرېښودل او نه پرېښودل دواړه د سزا او ثواب باعث کېږی خو پوښتنه داده چی ستا په الفاظو په ېو اسلامی نظام کی ولی ۲۱۰۰۰ کسان اسلامی عمل نه مخ اړوی ېا ېې نه منی؟ ته د مسول په توګه باېد عامل پېدا کړی او نه باېد زندان، په لښتو وهل او د انسان په سپکاوی ته ترجېح ورکړی.

  2. امر بالمعروف باید د دعوت په ژبه دین ته دعوت ورکړی؛الله ج او رسول الله ص داسی فرمایلی او ګټې او حکمت په معروف کی بیان او قناعت فراهم شی او زړه یی ومنی چي دا کار بهتر او نیک اجر لری ورنه بلا دلیل حملی ، بد و رد ،ماتول او سوزول نه یواځې سبب د اصلاح نه کیږی نورې عقدی زیاتوی او سبب ترک منکر هم نشی کیدی او بل دا چي مفید بدیل ورته وړاندی شی یعنی زمینه د بل ښه کار مساعده شی او اصلاحی عملیه باید تکمیل او منتج په مثبت بدیل وګرځی
    ورانول آسانه خو جوړول او اصلاح تخصص او مینه غواړی تر څو عبادت شی او ښه به دا وی چي د مور لیونی داړونکی ادارو او ښارو ته راکوز نشی او په قرار ګاوو کی تر تربیت لاندی ونیول شی او تر اهلیت وروسته واړه کارونه ور وسپارل شی تر څو په لارویانو مرګونې ډزې ونکړی یا د ډریور سترګه په میل د ټوپک ونه چووی نو دا ډول نازولی باید پنډ ځایونو کی تړلی وساتل شی تر څو انسانیت او بیا د رحمت ،شفقت او اخوت دین تحقیر نشی ؛ یا اولی الابصار
    په اسلام کی حاکم ،خادم دی نه فرعون او داړونکی

  3. ډېر کمال او توره یې کړېده .
    ګاوندیان او نړیوال لګیا دي د اتوم بمونه ، تیارې ، بالستیک توغندي جوړوي .
    سیاسي او اقتصادي استقلال ساتي ، خپل ولس ته سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري سوکالي راولي او خدمت کوي .
    اما ټالب حمارتیان د خلکو خوټي او تخرګونه ګوري چې وېښتان یې اوږده دي او که لنډ!!!

  4. ږیره نه سنت ده نه واجب او نه د دین برخه ده. ږیره که د رسول الله ص سره د محبت له امله پریږدې سمه ده مګر سنت نده. د ږیرې هیڅ ذکر په قران کریم کې نشته. هیڅ داسې حدیث نشته چې زمونږ پیغمبر ص د ږیرې پربښودو امر کړی وي. لکه څنکه چې تراویح مستحب دي مګر ملایانو ترې سنت جوړې کړي. ځینې وایي پیغمبر کړي باید مونږ یې وکړو نو بیا خو هغه نهه ښځې کړې وې ته یې ولې نشې کولی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب