جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر راتګ بندیز لګولی

د کابل رژیم افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر راتګ بندیز لګولی

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر راتګ بندیز لګولی.

نوموړي زیاته کړې:«اوس افغانستان ته د ښاغلي بېنټ راتګ ممنوع شوی، له دې امله چې، هغه د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و، او هغه کس نه‌دی چې، موږ یې پر خبرو باور وکړو، په افغانستان کې شتون نه‌لري او افغانستان ته د راتګ اجازه هم نه‌لري، د دې لپاره چې، په تبلیغاتو بوخت وه، او یوه ډېره کوچنۍ موضوع به یې ستره ښودله او له هغه به یې پروپاګند جوړوه.»

دا په داسې حال کې ده، چې پر ریچارډ بېنټ سربېره د بشري حقونو ګڼ څارونکي بنسټونه پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم د بشري حقونو په پراخ نقض تورنوي او وایي دوی د دغو سرغړونو د پټ ساتلو لپاره د بیان او رسنیو پر ازادۍ او ازادې اطلاع رسونې سخت بندیزونه لګولي.

طالب رژیم ټوله کې هغه نړیوال راپورونه او ارزونې ردوي، چې د دوی کړنې پکې نقدیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب