پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د استقلال ۱۰۵ مه کلیزه؛ د یو هېواد لپاره خپلواکي یعنې څه؟

د استقلال ۱۰۵ مه کلیزه؛ د یو هېواد لپاره خپلواکي یعنې څه؟

شاه محمود میاخېل

د انګریزانو څخه د خپلواکۍ د اخیستو ورځ د افغانستان ټولو حکومتونو په تېرو ۱۰۵ کلونو کې په شاندارو مراسمو سره نمانځلې ده او یوازې هغه ډلې او کسان د دغه ورځې مخالف دي، چې د پردو په لاس جوړې شوې او د پردیو ګټو لپاره کار کوي.

ولې افغانان دا ورځ نمانځي؟

دا ورځ افغانان ځکه نمانځي چې په دغه ورځ د افغانستان ځوان مشر شاه غازي امان الله خان اعلان وکړ، چې افغانستان نور په خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې ازاد او مستقل دی.

د لومړي ځل لپاره په دغه ورځ د افغانستان ملت سره یوځای شو او د استقلال د ازادۍ لپاره د انګریزي ښکیلاک په ضد ودریدل او خپله ازادي یې د خپل ولس په زور او ملاتړ تر لاسه کړه.

د افغانستان اکثره نور جنګونه افغانانو په خپلو منځو کې د بهرنیانو په ملاتړ او مخالفت تر سره کړي دي.

په دې خاطر د افغانستان په معاصر تاریخ کې هیڅ بله ورځ د استقلال د ورځې ځای نه شي نیولی.

د افغانستان استقلال د هند د نیمه وچې ازادي‌ غوښتونکو خوځښتونه ته الهام ورکړ، چې خپله مبارزه ګړندۍ او د انګریزانو برم او ښکیلاک د هند د نیمه وچې څخه ټول کړي.

د استقلال ورځ نمانځل او د استقلال په اهمیت پوهیدل د افغانانو لپاره او په خاصه توګه ځوان نسل ته د دغه ورځې د تجلیل یادول زیات اهمیت لري؛ تر څو ځوان نسل د خپل هېواد د ملي ورځو او ملي ارزښتونو سره اشنا او ملي احساس د دوی په منځ کې ژوندې پاتې شي.

د استقلال مفهوم څه دی؟

د یو هېواد د استقلال او ازادۍ تعریف دا دی، چې په خپلو داخلي او بهرنیو پالیسیو کې د پرېکړو اختیار ولري.

حکومتونه د خپل ولس د ګټو لپاره قوانین جوړ کړي، په خپلو منابعو کنټرول ولري، د خپلې جغرافیه او سرحداتو څخه او همداشان د خپلو خلکو د حقوقو څخه دفاع وکړي.

د پورته تعریف په اساس، یو نظام او حکومت قانوني، ولسي او نړۍوال مشروعیت تر لاسه کوي.

په دې اساس؛ د غازي امان الله خان په وخت کې د افغانستان لومړنی اساسي قانون په ۱۹۲۳ز کال کې جوړ شو.

اساسي قانون د نظام او حکومت د جوړېدو لپاره اساس دی؛ تر څو حکومت د قانون په چوکاټ کې د خلکو د ګتو لپاره کار وکړي. اساسي قانون د ولس او حکومت تر منځ یو ټولنیز قرار داد دی.

د دې تر څنګ د شاه غازي‌امان الله خان په دور کې د حکومتي لکه د بهرنیو چارو وزارت او نورو اداراتو جوړیدل، د نوي‌ عصري تعلیمي نظام او د هېواد د مډرنیزه کېدو بڼست کېښودل شو.

د خپلواکۍ د اخستلو تر څنګ شاه غازي امان الله د معاصرې حکومتولۍ بنسټ اېښودونکی هم دی.

د هېوادونو ملي هویت څنګه رامنځته شو؟

کله چې په اولسمې او اتلسمې پېړیو کې د څو لسیزو جنګونو څخه وروسته په اروپا کې د نیشن سټیت (Nation States) مفکوره په ۱۶۴۸ز کال کې د ویست پالیه(Westphalia Treaty) د قرارداد څخه وروسته رامنځته شوه، چې د ویسپالیا سیستم په نوم هم یادیږي، د هېوادونو تر ملي حاکمیت وپېژندل شو او د هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماسې په وسیله د قدرت تعادل په اروپا کې رامنځته کړ.

بیا په نولسمې پېړۍ کې چې د نیشنلیزم مفکوره رامنځته شوه، په هېوادونو کې د ملي هویت په اساس ملي حاکمیت، جغرافیه او ملي ګټې تعریف شوې.

ولې اساس قانون د یو هېواد لپاره اهمیت لري؟

د اساسي قانون پر بنسټ؛ د یو نظام تهداب کېښودل کیږي تر څو د یو هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه تګلاره معلومه کړي.

با ثباته هېوادونه هغه وو او دي، چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د حکومت او ولس وجایب او مکلفیتونه پکې معلوم وي.

د اساسي قانون پر بنسټ؛ ولس خپل حکومت او مشران ټاکي. همداشان په باثباته هېوادونو کې اساسي قانون د حکومتونو په خوښه ژر بدلیږي رابدلیږي نه، البته په اساسي قانون کې تعدیلات د وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کیږي.

کله چې د اساسي قانون په اساس؛ یو هېواد خپله تګلاره تعین کړه، په هغه هېواد کې سیاسي ثبات رامنځته کیږي.

د سیاسي ثبات په نتیجه کې حکومتولي ښه کیږي، اقتصادي پرمختګ رامنځته کیږي او حکومت د ولس بادار نه بلکې د ولس خدمتګار وي.

د قانون په اساس د یو هېواد ټول وګړي مساوي حقوق او وجایب لري او په دې توګه ټولنیز عدالت هم رامنځته کیږي.

د اساسي‌ قانون په چوکاټ کې د چیک او بېلانس سیستم رامنځته کیږي؛ ځکه هیڅوک مطلق قدرت او صلاحیت نه لري.

واک او قدرت د اساسي‌ قانون په چوکاټ کې د ولس د پرېکړو په اساس تر سره کیږي. ولسواکي حاکمه او د دیکتاتورۍ مخه نیول کیږي.

استقلال د سیاسي‌ علومو له نظره

کله چې د استقلال بحث کوو، دا د دې معنا نه لري‌، چې یو هېواد به د نړۍ د نورو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او پوځي تعلقات ونه لري.‌

د استقلال بحث دا دی، چې یو هېواد د خپلو ګتو لپاره باید ازادي ولري چې خپل ستراتیژیک دوستان او دوښمنان وټاکي او د هغوي سره روابط د خپلو ګټو په چوکاټ کې تنظیم کړي.

د سیاسي علومو په تعریف؛ استقلالیت مطلق نه دی بلکې نسبي دی. د یو هېواد اقتصاد چې څومره په خپل ځان متکي وي، هماغومره هغه هېواد په خپلو پرېکړو کې هم مستقل دی.

په یویشیتمه پیړۍ کې حتا د پرمخ تللو هېوادونو مشران هم په خپلو پرېکړو کې سل په سلو کې مستقل نه دي ځکه هغوي مجبوره دي، چې ډېر کورني او بهرني عوامل په نظر کې ونیسي او ټولې پرېکړې په خپله خوښه نه شي‌ کولی.

په دې توګه کله چې د استقلال ورځ نمانځو نو باید په دې هم پوه شو، چې سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ازادي څه معنا لري او څنګه تر لاسه کیږي؟

اوس مهمه خبره دا ده، چې ایا افغانانو پس له ۱۰۵ کلونو راهیسې چې خپل استقلال یې تر لاسه کړې دی، په څه حالت کې دي او افغانستان د څه ډول بهرنيو او کورنيو ستونزو سره مخامخ دی؟۱۰۵ کاله د مخه د غازي امان الله په ضد ښکیلاګرو د افغانانو په لاس پروپاګند پیل کړ، چې غازي امان الله خان د دین مخالف دی، اساسي قانون ته حاجت نه شته دی؛ ځکه اسلام پخپله اساسي قانون دی، د ښځو تعلیم ناروا دی، عصري علوم مباح دي او مډرنیزه کېدل د اسلام په خلاف کار دی.

هماغه و، چې د غازي امان الله خان د پروګرامونو پر وړاندې خڼډونه جوړ شول او د هېواد پرمختګ څپه په شا شوله او په عوض کې یو بېسواده کس د حبیب الله کلکاني په نوم قدرت ونیوه.

اوس افغانان، د استقلال ۱۰۵مه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې په افغانستان کې بیا یوه متحجره ډله د طالبانو په نوم حاکمه ده.

اساسي قانون نه مني، د ښځو په تعلیم بندیز دی، عصري علوم مباح ګڼي، ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري، د افغانستان سفارتونه او بانکونه فلج دي، د بیان ازادي او نور حقه حقوق چې انسانانو ته الله تعالی ورکړي دي، په هغه محدودیتونه او بندیزونه دي، فقر ورځ تر بلې زیاتیږي.

د دوی تعبیر د اسلام څخه د دنیا د نورو مهمو او متبحرو علماو سره توپير لري. د دوی د حکومتولۍ موډل نه د اسلام په صدر کې موجود و او نه په اوسني وخت په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې شته.

پیغمبر او خلفای راشدین هم د هغه وخت خلکو لیدلې شو؛ خو د طالبانو مشر څو لیدلې نه شي.

په نړۍوال ستیج کې افغانستان ځای نه لري؛ ځکه د دوی اکثریت مهم مشران د نړۍوالې ټولنې په تور لست کې دي.

افغانان په داخل او بهر کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. کله چې یو هېواد خپل ځای او موقف په نړۍوال ستیج کې له لاسه ورکوي، د هغه هېواد وګړي هم د نړۍ د هېوادونو په منځ کې خپل حیثیت له لاسه ورکوي.

طالبان دغه حقوق د اسلام په ضد او د غربي ټولنې زیږنده ګڼي حال دا چې دا حقوق اسلامي حقوق دي، چې الله تعالی خپلو انسانانو ته ورکړیدي.

له تاریخي پېښو زده کړه

که بې پرې ارزونه وکړو، د تېرو تاریخي حوادثو څخه افغانانو په کل کې څه نه دي زده کړي. نه د طالبانو حاکمې ډلې د خپل تېر دور د ناکامې څخه څه زده کړي او نه د طالبانو مخالفو سیاسي او یا مسلحو ډلو او زورواکانو څه زده کړي دي.

نه مدني ټولنو او نه رسینو څه زده کړي دي؟

هماغه زاړه روایتونه او زړې تګلارې دي، چې افغانستان یې دغه حالت ته رسولی دی.

د دې لپاره چې افغانان خپله انرژي د یو بل په تخریب مصرفوي ښه به دا وي‌، چې خپله انرژي، پوهه، علم او قوت د یو بل په حمایت کې مصرف کړي؛ تر څو په افغانستان کې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي.

دا د افغانانو پورې اړه لري، چې ایا غواړي تېرې ناکامې تجربې بیا – بیا تکرار کړي او که غواړي چې د قانون په چوکاټ کې سره ژوند وکړي او یو بل وزغمي.

که اساسي قانون نه وي؛ نو بیا د قانون په عوض به د ځنګل قانون حاکم وي، نیابتي جګړې وي او افغانان به په داخل او بهر کې در په دره وي.

ښه به دا وي چې د قدرت د نفې او انحصار سیاست له منځه لاړ شي، افغانان یو بل وزغمي او ټول د قانون په چوکاټ کې سره ژوند، کار او سیاست وکړي.

په دغه برخه کې دا د ټولو افغانانو په انفرادي او ټولیزه توګه مسوولیت دی، چې په شریکه سره کار وکړي.

د یو هېواد د رشد او پرمختګ لپاره همېشه ایډیال حالت نه وي؛ بلکې همېشه د یو هېواد د پرمختګ پړاوونه په ټولو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو ټولنیزو برخو کې په تدریجي توګه تر سره کیږي.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانې والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

2 COMMENTS

  1. قدرمن مياخيل صيب، سلامونه.
    ليکوال هم يې او معلومات هم لرې. مخکې مې هم دا سوال درڅخه کړی ؤه چې په تورخم دروازه دې ولې عمران خان سره امضا وکړه. پوهېږم چې له رياست جمهوري څخه درته امر ؤه، خو کۀ تۀ دومره پۀ هيواد مين انسان وې، نو استعفا دې ولې ونکړه له خپلې وظيفې څخه؟ دا امضا يوه تاريخي جفا ده چې ستا په ګوتو اشرف غني وکړه خو تۀ ورڅخه نۀ سې خلاصېدلای.
    خبرې هلته مزه کوي چې عمل هم ورسره وي، بې عمله نصيحتونه بې فايدې دي. هيله لرم چې په دې هکله ليکنه وکړې او ملت ته واضحه کړې چې کوم دلايل او عوامل ؤه چې تۀ تورخم ته لاړې او عمران خان سره دې امضا وکړه. مننه کوم.

  2. له میاخیل صاحب څخه نړۍ مننه چی یو ډېر اړینی ( د افغانستان خپلواکی ) ته ښه لیکنه ترسره کړی ده او رښتیا چی په یوه ټولنه کی د اساسی قانوننه شتون د ځنګل په نام ده او ټول اوسیدونکی به د قانون د نه شتون په صورت کی به یو د بل څخه لری او هیڅوک به یو بل ته احترام او درناوی ونه لری او زغمل خو لا څه کړی حتی یو د بل مرګ ته په تږی ناست وی .
    اړینه ده چی له تیرو ترخو ستونزو څخه یو څه زده شی او له تیر تاریخ او په ځانګړی ډول له ستونزوو څخه څه زده کول دا پخپله د تاریخ په مانا سره دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب