پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسویس له خپلو جهیلونو د مهماتو ایستلو ته جایزه وټاکله

سویس له خپلو جهیلونو د مهماتو ایستلو ته جایزه وټاکله

تاند – هغه سیلانیان چې د لوسرین، تون یا نیوچتل جهیلونو د عکسونو د پوسټ کارډونو له لیدو خوند اخلي، که پوی شي چې د الپ د غرونو په لمنو کې تر دې اوبو لاندې څه شی دي، ممکن حیران شي.

د سویس پوځ په کلونو جهیلونه په دې باور د زړو مهماتو لپاره د امبار په توګه کارولي، چې هلته په خوندي ډول له منځه وړل کیدی شي.

اټکل کېږي چې یوازې په لوسرین جهیل کې ۳ زره ټنه مهمات شته او د نیوچتل په اوبو کې، چې د سویس هوایي ځواک تر ۲۰۲۱ پورې د بمبارۍ د تمرین لپاره ورڅخه کار اخیست، ۴ زره ۵۰۰ ټنه مهمات پراته دي.

ځینې مهمات له ۱۵۰ څخه تر ۲۲۰ مترو پورې ژور دي، خو نور یې د نیوچتل په جهیل کې د اوبو له سطحې څخه یوازې شپږ یا اوه متره لاندې دي.

اوس د سویس دفاع وزارت د دغو مهماتو د راایستلو هڅه کوي او اعلان یې کړی چې که چا د دغو مهماتو د راایستلو لپاره ښه نظر یا طرحه ورکړه نو ۵۰ زره سویسي فرانکه (تر ډالر لږ زیاتیږي) جایزه ورکوي.

درو داسي نظرونو یا طرحو ته جایزه ورکول کېږي چې پر اساس یې دا مهمات په خوندي ډول او بې له دې چې چاپېریال ته زیان پېښ شي، راوایستل شي. خو په مجموع کې به د مهماتو په ایستلو میلیاردونه ډالر لګښت وشي.

خطرونه

د سویس په جهیلونو کې ډېرې مرمۍ او مهمات اچول شوي او اوس یې د خوندیتوب په اړه پوښتنې په زیاتېدو دي.

د سویس تقاعد شوی جیالوجیسټ مارکوس بسیر، چې په دې موضوع یې حکومت ته مشوره ورکړې، لس کاله دمخه په یوه لیکنه کې د دغو امبارونو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل، د مهماتو امبارونه دوه خطرونه لري. لومړی، دا چې تر اوبو لاندې دي، لا یې هم د چاودنې خطر شته، ځکه چې په ډیری قضیو کې “اردو دا مهمات په اوبو کې تر اچولو مخکې د هغو فیوزونه نه دي لرې کړي.”

بل د مهماتو له کبله د اوبو او خاورې د ککړتیا خطر شته – ډېر احتمال شته چې خورا زهرجن TNT د جهیل اوبو او رسوبات ککړ کړي.

دا یوازینی ځای نه دی چې د سویس حکومت پکې له غفلته کار اخیستی دی. تر دې پخوا په ۱۹۴۷ کې د الپ غرونو په میتولڅ (Mitholz) کلي کې د پوځ په زېرمتون کې چاودنه وشوه او ۳ زره ټنه مهمات وچاودېدل چې له کبله یې ۹ تنه ووژل شول. د چاودنې غږ دومره لوړ و چې د پېښې له ځایه ۱۶۰ کیلومتره لېرې په زوریخ کې واورېدل شو.

درې کاله وړاندې پوځ وویل چې په غره کې ۳۵۰۰ ټنه ناچاودلي مهمات لا هم خښ دي او خوندي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب