جمعه, اپریل 26, 2024
Home+هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال ... (۱)

هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۱)

رحمت شاه فراز ||  

موږ په ټولګي کې شل تنه، یوویشت تنه، نه رښتیا که ټول حساب کړم پنځه ویشت تنه؛ نه، نه صبر یو دوه نور هم دي، اوه ویشت تنه دي…. خو لنډه یې دا چې نه پوهېږم چې ټول څومره یو.

هلکان زیات یو. نجونې درې دي. زه په څلورم سمسټر کې دې ټولګي ته راغلم. تر دې مخکې په بل پوهنتون کې وم، درې سمسټرونه مې هلته وویل. څلورم ته…. خیر دا خبره مې مخکې وکړه. دري ژبي پکې زیات دي. پښتون یو زه یم او یو دوه نور دي، خو سم نه پوهېږم چې هغوی هم په رښتیا پښتانه دي، که نه، خو مقصد له ما سره پښتو خبرې کوي. خیر دې یوسي. زه په دري ژبي ماحول کې ډېر خوښ یم. دري مې نه ده زده، ښه ده دلته به مې زده شي.

هو رښتیا! موږ د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې یو. پوهنتون هم کمپیوټر ساینس لیکلي، موږ هم کمپیوټر ساینس ورته وایو. خو په اصل کې موږ له معلوماتي ټکنالوژي سره مخ یو. دا دواړه توپیر لري. معلوماتي ټکنالوژي موږ له کمپیوټر (او د هغه له لوازماتو) سره بلدوي. خو کمپيوټرساینس یا د زیار صېب خبره سولګرپوهنه له موږ نه ساینسپوه جوړوي. موږ کمپیوټرساینس ځکه نه لولو، چې زموږ ماحول له ساینسپوهانو سره دومره جوړ نه دی. که لږ مسلکي وغږېږم، معلوماتي ټکنالوژي تر کمپیوټر ساینس پراخه مفهوم لري او د انګرېزانو په اصطلاح scope يې لوی دی او که سکوپ ته د هرم په سترګه وګورو، نو … پرېږده يې خبره بلې خواته ځي.

په څلورم ټولګي کې موږ ډېر خوندور او مهم مضامین لرو: software engineering, operating system, MySQL, Networking Essentials, HRM او اسلامي ثقافت. په دې ټولو مضامینو به هم خبرې کوو. خو زه به ډېرې خبرې د خپلو ټولګیوالو په هکله کوم. جالب مخلوق دی. رښتیا د نجونو په اړه به لږ ډېر …. نه، لږ کم غږېږم. نه، له عدل او مساوات نه کار اخلم، هسې نه کوم څوک …

خبره په مضامینو وه، خو ټولګیوال د تل په څېر په مقاله کې هم را غورځار شول. څومره چې دا مضامین جالب دي، ښوونکي يې تر هغو هم زیات جالب دي.

په لومړۍ ورځ سړی لږ شرمېږي (یا به نابلده وي). زه دومره شرمناک نه یم، خو له چا سره مې خبرې ونه کړې. په درې نجونو کې یوې نجلۍ بار، بار شاته راکتل او یوه نیمه خبره به يې راسره کوله. خیر دې یوسي. شاید ډاډ یې راکاوه چې مه شرمېږه، هاغه ده موږ هم ناستې یو، ته خو بیا هم هلک یې. زه له نجونو سره په خبرو کې دومره ښه نه یم. یانې دلته ((ښه)) د اخلاقي فلسفې له مخې نه وایم. بلکې د تکړه په معنا یې اخلم. ځکه ټول عمر مې په نارینه وو کې را تېر شوی. رښتیا، یو په کوچنیوالي کې په یوه ښوونځي کې نجونې هم راسره وې. نور مې ټول وخت د خپل جنس له مخلوق سره تېر کړی. په دې ټولګي کې د نجونو شتون ډېر خوند راکړ. د هلکانو په پرتله، نجونې نرم مزاجه، نرم خویه او رحمدله وي، هلکان شډل بډل وي؛ که دې یوه خبره کږه وکړه، جنګ درسره کوي. بیا په نجونو خو د سړي زور بر وي. یانې هدف مې دا نه دی چې د بوکسینګ په سیالۍ کې به سړی پرې برلاسی وي. خو …. یانې …. ښه … بس تاسو پوهېږئ چې هدف مې څه دی، کنه؟

یو څو مقدماتي خبرې به نورې هم وکړو. په دې خاطراتو کې یوازې په ټولګي، ټولګیوالو او نجونو خبرې نه کوم، بلکې د کمپیوټر ساینس پر بېلا بېلو اړخونو به هم بحث او مباحثه کېږي (لکه په دې مقدمه کې مو هم یوه بېلګه ولیده)، د مضامینو یو نیم کونج به هم ډسکس کېږي، د ښوونکي له لېکچر څخه به هم ځینې ښې، ښې خبرې را اخیستل کېږي. رښتیا زموږ ټول ښوونکي ډېرې ښې خبرې کوي. موږ د نټورکنګ په مضمون کې هم له دینیاتو فارغ نه یو، پیل خو يې حتما د لمانځه، روژې، عبادت، مسلماني او دینداري پر بابونو وي. بیا ورو، ورو خپل مضمون ته ور وښوییږي. هغه هم چې زما په څېر د ماحول مطابق مسلمان پرې ور غږ کړي چې: استاذه! په تېر درس کې مشکل لرم، نو ښویېدل یې له همدې ټکي راپیل شي.

د ادب ذوقپالانو ته به یو دوه خبرې نورې هم وکړم. یو دا چې په دې مقاله کې ((زه)) پخپله زه نه یم. شاید ټول کرکټرونه په خیالي او فرضي ډول راوړل شوي وي. یا شاید…. خو څوک دې سر نه پسې ګرځوي… پوهېږم چې د ادب ذوقپالان په دې ټکي پوهېږي، خو خیر هغه د ملایانو خبره … وما علینا الا البلاغ… بل، که د چا دغه مقدمه خوښه شوې وي، نو  ډېر ښه … زما د بریا لومړی ګام دی… خو په لوستونکي مې زړه خوښېږي، ځکه اوس مجبوره دی هره ورځ د خپل وخت نیم ساعت ضایع کولو لپاره یو پلان جوړ کړي … نور سبا ته … 

ماخذونه:

۱- زما فکر

۲- ټولګیوال هلکان

۳- ټولګیوالې نجونې

۴- زما ښوونکي

۵- زما مضامین

۶- و امثالهم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب