چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورسینماد سلمان خان له نوي فلم (رادهی) څخه ۲۱ صحنې لرې شوي

د سلمان خان له نوي فلم (رادهی) څخه ۲۱ صحنې لرې شوي

تاند ( یکشنبه، د ثور ۱۹ ) هندي رسنۍ وایي، د باليووډ سینما د پیاوړي اداکار سلمان خان راتلونکي فلم (رادهی: یور موسټ وانټید بهايي) کې ۲۱ صحنې سانسور او له فرم څخه ایستل شوې دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د فلمونو د سانسور مرکزي ادارې تېره ورځ د سلمان خان فلم ته ستاینلیک ورکړ خو زیاتوي چې د یاد فلم پر ۲۱ صحنو یې نېوکې درلودې.

راپورونه دغه راز زیاتوي چې دغې ادارې پرېکړه کړې چې یادې ۲۱ صحنې باید له فلم څخه و ایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کلونو کې د باليووډ ځېنې مخکښ غړي د سانسور په دغه اداره نیوکې کوي او وايي، دوی د بیان ازادي ته ارزښت نه ورکوي.

دوی زیاتوي چې دا اداره په خپل سر ځېنې عادي صحنې هم له فلمونو باسي.

د معلوماتو له مخې، د پیاوړي اداکار سلمان خان دا نوی فلم څو ورځې وروسته د کوچني اختر په لومړۍ ورځ، د می په ۱۳ مه نندارې ته وړاندې کېږي.

(رادهی) د خان یو اکشن فلم دی چې له ډېر وخت راهیسې یې ورته مینووال په تمه دي.

سرچینې وایي، دا فلم مخکې ۱۱۷ دقیقې او ۵۵ ثانيې و، خو له سانسور وروسته ۱۱۴ دقیقې او ۲۴ ثانیې دی چې ویل کیږي ۳ دقیقې او ۳۱ ثانيې فلم ترې لیرې شوی دی.

باید وویل شي چې د دې فلم ډایریکټر پربودیوا دی او له سلمان خان سره دیشا پټاني، رندیپ هوډا او جيکي شروف مهم کردارونه لوبولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب