پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د نوبل د جایزې ګټونکی جان مکسویل کویتزې ۸۴ کلن شو

د نوبل د جایزې ګټونکی جان مکسویل کویتزې ۸۴ کلن شو

تاند- له نن څخه ۸۴ کاله پخوا د ۱۹۴۰ کال د فبرورۍ په ۹مه د جنوبي افریقا نامتو ناول لیکوال، کره کتونکی او ژباړن جې. ایم کویتزې (جان مکسویل کوڅې) وزېږېد.

کویتزې (John Maxwell Coetzee)، چې هالنډي الاصله دی، په ۲۰۰۳ م کال د نوبل د ادب جایزه وګټله، او تر دې مخکې یې دوه ځلې د بوکر ادبي جایزې ترلاسه کړې وې. که څه مړیتزې کره کتنې او له هالنډي ژبه ژباړې هم کړي خو نړیوال شهرت یې د ناولونو له کبله دی چې د استعمار د اغېزو په اړه دي.

کویټزې، ډېر غلی او ګوښه ګیره دی، غوښه نه خوري، له بایسکل چلولو سره ځانګړې مینه لري او هیڅکله الکول نه څښي. د ځان له مطرح کولو سره یې جوړه نه ده او له همدې کبله له رسنیو سره مرکو ته په اسانه نه حاضرېږي او که اړتیا شي خپل ځواب د برېښنالیک له لارې ورلیږي.

دی د جنوبي افریقا په کیپ ټاون ښار کې زېږېدلی، مور یې ښوونکې او پلار یې حقوقپوه و. په کیپ ټاون پوهنتون کې یې لیسانس (د ۱۹۶۰ – ۱۹۶۳ ترمنځ ) اخیستی، او یو وکال وروسته یې ماستري وکړه. بیا لندن ته لاړ او هلته یې تر ۱۹۶۵ پورې له آی بي ایم کمپنۍ سره د پروګرامر په توګه کار وکړ، له دې سره هممهاله یې پر خپل تیزیس، چې د انګلیسي ناول لیکوال فورد مادوکس فورډ په اړه و، کار کاوه.

کویتزې په ۱۹۶۳ کال له فیلیپا جابر سره واده وکړ.

په ۱۹۶۵ کې یې د امریکا د اسټن ښار په ټکساس پوهنتون کې د ژبپوهنې په برخه کې دوکتورا پیل کړه او په ۱۹۶۹ کې واخیسته.

د ده د دوکتورا د تیزیس موضوع د نامتو آیرلنډي لیکوال او مفکر سامویل بکټ لومړني کارونه و. دی هم د سامویل د لیکوالۍ له سبکه اغېزمن دی.

 (Dusklands) د کوتیزې لومړنی داستاني اثر دی چې دوې جلا کیسې دي چې یوه «د ویتنام پروژه» او بله د جاکوب کویڅې کیسه» نومېږي. دا اثر په ۱۹۷۴ کې چاپ شو. دې اثر کویتزې له استعمار وروسته ادبیاتو د یوه پیاوړي لیکوال په توګه مطرح کړ. په ۱۸۷۷ کې یې «د هیواد په زړه کې» (In the Heart of the Country ) ناول خپور کړ او د جنوبي افریقا لومړۍ ادبي جایزه یې وګټله. له دې ناول څخه په ۱۹۸۶ کې د Dust په نوم فلم جوړ شو.

د کویتزې درېیم اثر «بربرانو ته انتظار» (Waiting for the Barbarians) نومېږي دا اثر په ۱۹۸۰ کې چاپ شو او د پنګوین خپرندويي موسسې «د شلمې پېړۍ ستر اثار» ټولګې کې شامل شو.

«د مایکل کې ژوند و زمان» (Life & Times of Michael K ) د کویتزې بل ناول دی چې په ۱۹۸۳ کې یې چاپ کړ او هماغه کال یې د بوکر ادبي جایزه وګټله.

کویتزې په ۱۹۹۵ کې استرالیا ته ولېږدېد او په اډلایډ پوهنتون کې د افتخاري څېړونکي په توګه تدریس کوي.

د نوبل د ادبیانو پر جایزې سربېره چې د ادبي کارونو په خاطر ورکړل شوه، ده تراوسه پورې ۱۱ نورې ادبي جایزې هم ګټلي دي.

د بوکر جایزې د ترلاسه کولو لپاره په خپله لندن ته نه لاړ او په ۲۰۰۳ کې، چې د نوبل د جایزې ګټونکی اعلان شو، حاضر نه شو چې له خبریالانو سره مرکه وکړي.

ده یو ځای لیکلي: «د خبرو کولو او پټه خوله پاتې کېدو ترمنځ یوه بله یا درېیمه لار هم شته، او هغه ادبیات دي. هغه ژبه چې زه پرې ږغېږم لیکلو ته مناسبه ده، نه خبرواترو ته.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب