یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا غوښتنه وکړه

د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف خپل حکومت ته لارښوونه کړې چې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) د ګازو پایپ لاین د جوړولو بهیر چټک کړي او د “ګالکینیش” د ګازو حوزې ته پراختیا ورکړي.

د ترکمنستان رسنیو پرون (شنبه) راپور ورکړ چې ولسمشر بیردي محمدوف د کابینې په غونډه کې غونډې د دې نللیکې د سرحدآباد-هرات برخې پر اهمیت ټینګار وکړ، چې د “Arkadagyň ak ýoly” (د ساتونکي سپینه لار) په نوم هم یادیږي.

هغه همداراز د هېواد د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره د تېلو د نورو احتمالي حوزو د پراختیا د اړتیا یادونه وکړه.

ولسمشر زیاته کړه چې د ترکمنستان د ۲۰۲۵ کال د انرژۍ پالیسي به د تېلو او ګازو د صنعت پر عصري کولو تمرکز ولري، چې د کورنيو او نړیوالو مارکېټونو لپاره د طبیعي ګازو عرضه یقیني شي.

د دې موخې لپاره، هغه د پرمختللو ټکنالوژیو د تطبیق غوښتنه وکړه، چې د تېلو او ګازو د تولید ظرفیت لوړ شي.

د ټاپي پروژې پرمختګ
د ټاپي نللیکې د جوړولو چارې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې، چې هدف یې له ترکمنستان څخه هر کال د ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي ګازو صادرول دي.

دا پایپ لاین به د افغانستان له هرات او کندهاره تېر، د پاکستان د کوټې او ملتان له لارې د هند پولې ته نژدې، د هند په فاضیلکه کې پای ته ورسېږي.

د ترکمنستان د انرژۍ دولتي شرکت ترکمن ګاز د پایپ لاین ۲۱۴ کیلومتره برخه په ترکمنستان کې بشپړه کړې، چې اوس چمتو ده.

په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر میاشت کې، د پایپ لاین د برخې د جوړولو چارې رسماً پیل شوې، په هرات ولایت کې یې تر لس کیلومتره پورې پایپ لاین غځول شوی او لا هم کار پرې روان دی.

دا د دې سترې پروژې د تطبیق لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د ټاپي پایپ لاین بریالی تکمیل به د سیمې د انرژۍ اتصال ته وده ورکړي، د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو لپاره به اقتصادي ګټې ولري، او د جنوبي آسیا د انرژۍ مخ په زیاتېدونکې تقاضا ته به ځواب ووایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....