پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد ټولګټو وزیر د چین له سفیر سره د واخان دهلیز او...

د ټولګټو وزیر د چین له سفیر سره د واخان دهلیز او ترانس افغان په اړه خبرې وکړې

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د طالبانو د فواید عامې سرپرست: د واخان دهلېز ارزونه بشپړه شوې، د افغان-ترانس پروژې لپاره بشپړ چمتووالی شته

د طالبانو د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محمد عیسی ثاني د شنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر سره د واخان دهلېز او افغان-ترانس پروژې په اړه خبرې وکړې.

د فواید عامې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د همکارۍ پر دوام او د واخان دهلېز د بحثونو پر تعقیب ټینګار کړی.

واخان دهلېز، چې د بدخشان ولایت په پامیر غرونو کې موقعیت لري، افغانستان د شمال ختیځ له لارې له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.

دا دهلېز د افغانستان او چین د شینجیانګ ایالت ترمنځ یوازینۍ ارتباطي لاره ده.

طالبانو تر دې مخکې هم د واخان له لارې د چین تر پولې د سړک جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی، خو چینايي چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله خپلې خوا ته د سړک له او کمرکونو له جوړولو ډډه کړې ده.

افغان-ترانس پروژه – د منځنۍ اسیا او جنوبي آسیا د ارتباط مهم دهلېز

محمد عیسی ثاني د چین له سفیر سره په کتنه کې د افغان-ترانس د ریللارې د عملي کار د پیل لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان کړ.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د چینايي لوري ځواب څه و.

دا پروژه، چې ۵۳۷ کیلومتره اوږده ده، ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي، او د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، روسیې او اروپا ترمنځ د سوداګریز ترانزیټ مهم دهلېز ګڼل کېږي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر مخکې ویلي و چې د افغان-ترانس د ریلارې کار به سږکال پیل شي.

  • د ازبکستان د ټرانسپورټ د تحقیقاتي انستیتیوت د ارزونې له مخې، په دې پروژه شاوخوا ۴.۶ میلیارد ډالر لګښت راځي.
  • خو پاکستان د دې پروژې لګښت ۸.۲ میلیارد ډالر اعلان کړی.

د هرات- کندهار د ریللارې د سروې قرارداد

له دې یوه ورځ وړاندې، د جمعې په ورځ د ټولګټو وزارت وویل چې د هرات – کندهار د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین اړوند پنځه قراردادونه یې له پنځو ساختماني شرکتونونو سره لاسلیک کړل.

دې وزارت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې د دغو قراردادونو ټول ارزښت شاوخوا ۲۶۴ میلیون افغانۍ یاد کړی او ویلي یې دي چې د دې څه باندې ۷۳۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ د سروې چارې به په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

د ریللار په پنځو برخو ویشل شوې. لومړۍ یې له هرات ترشینډنډ ولسوالۍ پورې غزیږي. دوهمه شینډنډ له فراه ولایت سره نښلوي، درېیمه یې تر زرنج ـ غور غوري پورې غږیږي، څلورمه یې ترلشکرګاه او پنځمه یې هم تر کندهارپورې غزول کیږي.

د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې پروژې عملي چارې به د هغې د سروې له بشپړیدو وروسته پیل شي.

1 COMMENT

  1. دا یو لوی تاریخی پروژه ده څومره چې پدې پروژي ګړندي کار شروع شي ، زموږ او چین ترمینځ اقتصادی لار ژر تر ژره تکمیل شي زموږ لپاره د بریا څرک ګڼل کیږی نو ددې پروژې د ژر شروع کیدو ته ټول هیواد خوښ او خوشحال شي ځکه دا یو اقتصادی پرمختګ ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...