Homeخبرونهله ازبکستانه امریکا ته د افغانستان د هوايي ځواک د څرخکو پر...

له ازبکستانه امریکا ته د افغانستان د هوايي ځواک د څرخکو پر انتقال د طالبانو غبرګون

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د طالبانو د دفاع وزارت د امریکا متحدوایالتونو ته د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو د هوايي ځواک د څرخکو انتقال “د منلو وړ نه بولي.”

د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له متحدوایالتونو وغوښتل چې افغانستان ته د دې هیلي‌کوپټرونو د بېرته ستنولو پر وړاندې خنډونه پېښ نه کړي.

د څرخکو انتقال

د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۷مه، د ازبکستان رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو اووه “بلک‌هاوک” هیلي‌کوپټرونه، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ازبکستان ته وړل شوي وو، امریکا ته انتقال شوي دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت دا هیلي‌کوپټرونه د کارونې لپاره مناسب ګڼلي او د ازبکستان په مرسته ‌یې امریکا ته لېږدولي دي.

ازبکستان وايي چې په دې هېواد کې د افغانستان د پخواني پوځ ۲۲ جنګي الوتکې او ۲۴ هیلي‌کوپټرونه شته، چې له ډلې یې اووه څرخکې امریکا ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د دفاع وزارت د ازبکستان او امریکا په دې کړنه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې «دا هیلي‌کوپټرونه د افغانستان ملکیت دي، چې د پخواني حکومت د پرزېدو پر مهال ازبکستان ته تښتول شوي دي.»

دفاع وزارت ازبکستان ته په خطاب کې ویلي:
“ګاونډي هېوادونه باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي” او دوی د دې هیلي‌کوپټرونو پر سمدستي بېرته راستنولو ټینګار کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو ته پیغام

د طالبانو د دفاع وزارت امریکا ته په خطاب کې ویلي:
“موږ له امریکا غواړو چې د دې هیلي‌کوپټرونو د بېرته راستنولو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي او هغه بېرته افغانانو ته وسپاري.”

د امریکا د سفیر دریځ

جاناتان هنیک، چې د امریکا سفیر په ازبکستان کې دی، د سنبلې په میاشت کې ویلي وو:
“دا وسایل هېڅکله د افغانانو نه ‌وو، بلکې د امریکا ملکیت وو. د افغانستان پوځ ترې استفاده کوله، خو موږ تل د دې وسایلو مالک وو.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...