تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د امریکا دفاع وزیر پیت هګست وايي چې له افغانستانه د امریکا له ګډوډ وتلو څخه د حساباخیستنې لپاره به دا موضوع وڅېړي.
هغه د پنتاګون له کارکوونکو سره په کتنه کې وویل:
«موږ به د افغانستان د وتلو موضوع وڅېړو، ترڅو معلومه کړو چې څه ډول تېروتنې شوي او ولې د هغو لپاره هېڅ حساب نه دی اخیستل شوی.»
د امریکا نړیوال حیثیت ته زیان
پیت هګست، په افغانستان کې ناکامه جګړه، پر اوکراین د روسیې یرغل، او پر اسراییل د حماس ناڅاپي برید، هغه پېښې وبللې چې د امریکا پر ځواکمنتیا یې د نړۍ باور کمزوری کړی دی.
هغه ژمنه وکړه چې د افغانستان د جګړې په اړه به، چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له ګډوډ وتلو سره پای ته ورسېده او د واشنګټن له ملاتړه برخمن حکومت په کابل کې ژر نسکور شو، حساباخیستل کېږي.
د پنتاګون د وزیر ژمنې
د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه)، پیت هګست د پنتاګون له کارکوونکو سره د کتنې په ترڅ کې وویل:
«موږ به دا وڅېړو چې په افغانستان کې څه وشول او مسوولان به ځواب ویونکي کړو، نه د انتقام لپاره، بلکې د دې لپاره چې پوه شو، تېروتنې څه وې او ولې هېڅ حساب وا نهخیستل شو؟»
د ټرمپ دریځ
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و چې له هغو پوځي مسوولانو څخه به د استعفا غوښتنه وکړي چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل یې مدیریت کړي وو.
هغه وویل:
«زه د دوی د سمدستي استعفا غوښتنه کوم.»
ټرمپ څو ځله د امریکا د ناکام وتلو پړه پر جو بایډن او د هغه پر مرستیالې کامالا هریس ور اچولې.
هغه پر بایډن نیوکه کړې چې د افغانستان له ګډوډ وتلو وروسته یې هیڅوک نه مسوول وګاڼه او نه یې له دندې لرې کړ.
ټرمپ: “غمیز شاتګ”
ټرمپ تل د افغانستان وتل “ناورین او غمیز شاتګ” بللی او ویلي یې دي چې دا د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو سپکوونکې پېښه» وه.
بلینکن: جګړه باید پای ته رسېدلې وای
د بایډن د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، ویلي چې که امریکا له افغانستانه نه وای وتلې، طالبانو به پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي وای.
بلینکن وویل بایډن باید د جګړې د دوام یا پای ته رسولو ترمنځ انتخاب کړی وای.
د ټرمپ تازه څرګندونې
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا د ولسمشر جو بایډن د ادارې ساده توب و چې په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو وسلې پریښودې.
ښاغلي ټرمپ پرون (د سلواغې ۱۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د دومره ډېرو پوځي تجهیزاتو د پریښودو لپاره هیڅ دلیل نشته.
ټرمپ څو ځلي په افغانستان کې د امریکا د وسلو پر پاتې کېدو نیوکه کړې ده.
AFGHANS PUKHTOONS ARE STRONG&CLEVER.
ONE EXAMPLE IS SUNGIN DISTRICT OF HELMAND PROVINCE/MUSA QQALA AND KAJAKI IS NEXT.
THEY MADE HISTORY.
NATO &USA ARMY CAN NOT GO FORWARD. IN MUSA QALAA
THEY ARE LIONS
څرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د امریکا وتل د دوحی د تړون په اساس شوي نو د ټرمپ چې کله دا تړون د زلمی خلیلزاد له لوری لاسلیک کړ نو د همدې تړون ټول تطبیقي چارې هم بایډن زلمی خلیلزاد ته وسپاره اوس چې وزیر دفاع یاده موضوع بیا څيړلو امر کړی نو داسې ښکاری چې زلمی خلیلزاد سره حساب وکړی نو اوس خلیلزاد په رسانیو کې بل ډرامه جوړه کړی چې عمران خان خوشي کړی که له سقوط څخه پاکستان ژغورل غواړی نو ګمان کوم چې خلیلزاد حساب کتاب ته برابر شوی