یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کانګرس غړی: امریکا لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان...

د کانګرس غړی: امریکا لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته پیسې لیږي

تاند (یکشنبه، د سلواغېږ دلوې ۲۱ مه) د امریکا د استازو جرګې غړی ټیم بورچت، وایي چې بهرنیو هیوادونو ته د امریکا د مرستو له ځنډېدو سره سره، لا هم له امریکا څخه هره اوونۍ افغانستان ته تر ۴۰ میلیون ډالرو ډېې پیسې استول کېږي.

نوموړي له برایتبارت نیوز سره په خبرو کې وویل:«موږ ته ویل شوي چې طالبان دا پیسې ترلاسه کوي.»

د بایدن ادارې د واک له پای ته رسیدو وروسته میلیاردونه ډالر افغانستان ته لېږل شوي دي.

د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته، د بایدن حکومت تر ۳ میلیارد ډالرو زیاتې مرستې افغانستان ته، چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، لېږلي دي.

که څه هم د طالبانو مخالفان او په امریکا کې د بورچټ په شان د کانګریس ځینې غړي ډېر تبلیغ کوي چې دا پیسې د طالبانو لاس ته رسیږي خو د امریکا یو شمېر چارواکي او ملګري ملتونه وايي چې د امریکا پیسې د ملګروملتو او نورو نړیوالو مرستندویو موسسو په لاس په بشري چارو لګول کېږي او که دا پیسې ودرول شي، ممکن په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شي.

دا مرستې د امریکا د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د رامنځته شوي بشري بحران د کمولو لپاره لېږل کېږي.

طالبانو ته د بشري مرستو د رسېدو اندېښنې

د بایدن ادارې چارواکو په ځلونو ویلي وو چې د امریکا نقدي مرستې د ملګرو ملتونو له لارې مصرفېږي.

خو د سیګار په شمول ځینې وايي چې د دغو پیسو یوه برخه په یو نه یو ډول د طالبانو لاس ته هم ورځي.

ځینې نور وايي، دا چې افغانستان ته پیسې ځي معنا یې دا ده چې افغانستان د اسعارو له کمښت سره نه مخامخ کېږي او په نتیجه کې یې د افغانۍ ارزښت نه لوېږي او په دې توګه له طالبانو سره کومک کېږي.

د طالبانو د مالي ملاتړ د بندولو لپاره د قانون طرحه

بورچت د روان کال په مرغومي (جدی) کې د امریکا استازو جرګې ته یوه لایحه وړاندې کړه چې هدف یې طالبانو ته د پیسو د لېږد بندول و.

دا لایحه د امریکا له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د نقدي مرستو د لېږد څرنګوالی تشریح کړي او دا روښانه کړي چې واشنګټن څنګه طالبان د دې مرستو له ترلاسه کولو منع کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...