Homeخبرونهد افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن (یکشنبې، د سلواغې ۲۱ مه) به په ۲۵ ولایتونو کې درنه واوره او شدید بارانونه واوري.

 دې ادارې د مختلفو ولایتونو لپاره د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۵ میلی‌متره او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي‌مترو پورې اټکل کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې په کابل، پروان، پنجشیر، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د درنې واورې، طوفان او شدید باران اټکل کړی دی.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې په ځانګړې توګه په سالنګونو او د هېواد په لویدیځ، جنوب او مرکز کې د شدیدو بادونو امکان شته.

په دې سیمو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره پورې وي. په ځینو ولایتونو کې د درنې واورې له امله لارې بندې او خلکو ته ستونزې پیدا شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...