تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) یو ایټالوی ډاکټر د خپلې پیشو د سيټي سکن او جراحۍ له امله، چې په خپل کاري روغتون کې یې ترسره کړې وه، له قانوني تحقیقاتو لاندې سره مخامخ شوی دی.
د پېښې تفصیل
جانلوکا فانلي، چې د ایټالیا یو رادیولوژیست دی، شاوخوا یوه میاشت مخکې خپله دوه کلنه پیشو “آتنا” هغه وخت روغتون ته یووړه چې له شپږپوړیزې ودانۍ څخه ولوېده او سخته ژوبله شوه.
هغه پیشو د امبرټو پاریني روغتون ته، چې د ایټالیا د شمال په آوستا سیمه کې موقعیت لري، یووړه چې ژوند یې وژغوري.
قانوني پلټنې او روغتوني تحقیقات
د روغتون مدیر ویلي چې دا موضوع په داخلي توګه ارزول کېږي او د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره یې دوسیه د آوستا څارنوالۍ ته لېږلې ده.
د فانلي دفاع
فانلي روغتون ته په خپل لیکلي پیغام کې ویلي:
“آتنا د مرګ او ژوند ترمنځ وه، یوازینی حل دا و چې فوري مداخله وشي.”
هغه د پېښې په ورځ د پیشو سيټيسکن وکړ، بیا یې پنوموتوراکس جراحۍ ترسره کړه او د هغې له سږو یې مایعات وایستل چې بېرته ساه واخلي.
فانلي وویل:
“که ما دا کار نه وای کړی او پیشو مې مړه شوې وای، هېڅکله به مې ځان نه وای بښلی، په ځانګړي ډول ځکه چې اولادونه مې ورسره ډېره مینه لري.”
د روغتون غبرګون
ماسیمو اوبرتي، چې د امبرټو پاریني روغتون مدیر دی، وویل:
“دا کیسه دومره عجبه وه چې ما اول فکر وکړ چې د ټوکو او مسخرو خبر دی، خو بدبختانه داسې نه وه. اوس موږ ټول احتمالي سرغړونې څېړو.”
قانوني خطرونه او تورونه
څارنوالانو ویلي فانلي ممکن له عامه بودجې د ناسمې استفادې او ناروغانو ته د ضروري خدماتو نه ورکولو له تورونو سره مخامخ شي.
خو فانلي دفاع کړې، ویلې یې دي چې د سيټيسکن ماشین یې د شپې ناوخته کارولی، کله چې هیڅ ناروغ نه و ثبت شوی او ماشین بېکاره ولاړ و.
هغه لیکلي:
“زه بخښنه غواړم که زما کار کومه مقرره ماته کړې وي، که اړتیا وي، زه چمتو یم چې د روغتون لګښتونه ورکړم.”
د فانلي د مېرمنې ملاتړ
نیکولتا سپلګاتي، چې د فانلي مېرمن او د ایټالیا د افراطي ښيلاسې “لیګ” ګوند سناتوره ده، د خپل مېړه ملاتړ کړی.
هغې ایټالیايي رسنیو ته ویلي:
“په ژوند کې باید سم کار وشي، پرته له دې چې د پایلو په اړه یې اندېښنه وشي. زما مېړه یو ژوندی موجود وژغوره!”
پورته کیسه دوه مخه لری ( ځانګړی او عامه) .
دا د بشری کرامت نخښه ده چی انسان ته هر مخلوق ښکلی ښکاری چی البته هر مخلوق ښکلی دی.
امّا بعد:
کاشکی غربی انسان هغه مینه چی د سپی او پیشو سره لری د غریبو او مسکینو ټولنو سره ( حداقل ) نیمه ویشلی وای.
د پیشو او سپی د لوږی او ناروغی د علاج غم ور سره دی ( چی نیک کار دی ) خو د میلون میلون ځپلو او وږو او ناروغو انسانانو د مسئولیت د احساس څخه تیښه لوی جرم دی چی په هیڅ توګه د بخښنی وړ نه دی.