تاند – موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې د پرلهپسې شور – ماشور او صوتي ککړتیا ډکه ده؛ له بهرني ترافیکي شور څخه نیولې د ګاونډي د تلویزیون تر لوړ غږ یا د همکار په لوړ غږ تر خبرو پورې. نا غوښتل شوي غږونه یوه دوامداره ستونزه ده.
د امریکا د MIT پوهنتون څېړونکو د دې ستونزې د حل لپاره داسې یوه ځانګړې ټوکر جوړ کړی چې د ارتعاشاتو په کارولو سره د غږ مخه نیسي.
دغه نوښتګر مواد له زوږه ډک چاپېریالونه په ارامو فضاګانو بدلوي او په موټرو، خونو، او پرانیستو کاري ځایونو کې د استفادې لپاره مناسب دي.
دغه ټوکر ځانګړې فایبرونه لري چې د ولتاژ په تطبیق سره رپېږي. څېړونکو له دې ارتعاشاتو څخه د غږ د چوپولو لپاره کار اخیستی دی.
هغوی دغه نوې ټوټه له عامو موادو لکه ورېښم، برزنت، او موسلین څخه په کار اخیستو سره جوړه کړې ده چې د کار په سرخلاصو ځایونو کې د نازکو ټوکري (تکه يي) دېوالونو یا جلاکوونکو دیوالونو د جوړولو لپاره کار اخیستل کېدای شي چې د غږ د تېرېدو مخه ونیسي.
تصور وکړئ چې ستاسو دیوال ته څېرمه ګاونډیان د شپې ناوخته فوټبال کوي. تاسو په خپله خوب خونې کې د هغوی شور اورئ چې ستاسو ګډ دیوال رپوي او ستاسو په لوري د غږ څپې درځي.
څېړونکي د دې ستونزې د حل لپاره کولی شي دا ورېښمینه ټوټه ولګوي او د فایبرونو ارتعاش کنټرول کړي.
څېړونکو وموندله چې د ټوټې ثابت ساتل د دې لامل کېږي چې غږ انعکاس وکړي؛ په پایله کې یوه نازکه ورېښمینه ټوټه غږ داسې منعکسوي لکه څنګه چې هنداره رڼا انعکاسوي.
د څېړونکو تجربو دا هم وښودله چې د ټوکر میخانیکي ځانګړتیاوې او د هغه د منفذونو اندازه د غږ د تولید پر اغېزمنتیا اغېز لري. ورېښم او موسلین ورته میخانیکي ځانګړتیاوې لري، خو د ورېښم کوچني سوري یا منفذونه سبب کېږي چې دغه ټوکر د غږ مخه ونیسي.